رسنیو ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې د فعالیت اجازه ورکوو - طالبان

طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي په هیواد کې ټولو رسنيو ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره سم د مسلکي چلند په چوکاټ کې د آزادانه فعاليت او خونديتوب ډاډ ورکوي. د رسنیو د ملاتړ ادرې وايي، چې په تیر یو کال کې افغانستان کې د بل هر وخت زیات خبریالان د تاوتریوالي او پر رسنیزو فعالیتونو د محدودیتونو سره مخ و.

پر خبریالانو او رسنیو باندې د طالبانو حکومت پر زیاتیدونکو محدودیتونو باندې د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو ادارو له انتقادونو وروسته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۲) په یوه اعلامیه کې ټولو رسنيو ته د اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د ملي ګټو سره سم د مسلکي چلند په چوکاټ کې د آزادانه فعاليت او خونديتوب ډاډ ورکړی دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي، چې د طالبانو حکومت واقعيتونو د موندنې او انعکاس پر اهميت باور لري او د دغې موخې د تحقق لپاره يې د رسنيو کارکوونکو ته د فعاليت د اجازې تر څنګ اړينو معلوماتو او د هيواد هرې سيمې ته د لاسرسي مساعد کاري چاپيريال برابر کړی دی.

ښاغلي تکل وویل: "په هيواد کې له ۲۷۰ زياتې داخلي رسنۍ فعاليت کوي. له پيل را پدېخوا تر اوسه د اسيا، اروپا، امريکا او استراليا لويو وچو اړوندو بېلابېلو هيوادونو څخه د ۱۹۶ رسنيزو شبکو اړوند تر ۷۰۰ زياتو بهرنيو ژورناليستانو ته د راتګ او راپور جوړونې اسانتياوې چمتو کړي. د ا.ا.ا ټولو رسنيو ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره سم د مسلکي چلند په چوکاټ کې د آزادانه فعاليت او خونديتوب ډاډ ورکوي. د یادولو ده چې د ا.ا.ا د بشپړ حاکمیت را وروسته د هیڅ خبریال وژنه نده رامنځته شوې او نه هم د رسنیو استازي او مراکز له امنیتي ننګونو سره مخ شوي دي".

خو د خبریالانو او د رسنیو د ملاتړ ادارې وايي، چې تیر یو کال افغانستان کې په تیرو شلو کلنو کې د افغان خبریالانو او رسنیو لپاره خورا سخت کال و، چې له امله یې په سلګونو رسنۍ بندې شوي او په سلګونو خبریالان یا بې روزګاره شوي او یا هم د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د اقداماتو له امله د وطن پریښودلو ته اړ شوي دي.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د میاشتې وروسته دغې ادارې افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ناوړه چلند له ۲۰۰ زیاتې پیښې ثبت کړي، چې اکثره یې په خپل سر نیولو، ناوړه چلند، ګواښلو او ډارولو پیښې وې.

د افغانستان د آزدو خبریالانو د ټولنې رئیس حجت الله مجددي وايي، چې دغې ټولنې هم په تیر یو کال کې د افغان خبریالانو پر وړاندې له ۱۴۰ څخه زیاتې د تاوتریخوالي او نورې ناسمې کړنې ثبت کړي دي. ښاغلی مجددي وايي، چې په تیرو څه باندې شلو کلنو کې افغانستان هیڅکله د خبریالانو لپاره یو مصون ځای نه و او په دغه هیواد کې حکومتونو د خبریالانو د وژنو د پیښو د پلټنې په برخه کې هیڅ څه نه دي کړي.

د افغانستان د ازدو خبریالانو د ټولنې رئیس وايي، په تیرو شلو کلنو کې افغانستان کې د شلو بهرنیو خبریالانو په ګډون ۱۲۰ خبریالان وژل شوي دي.

ښاغلي مجددي وویل " د خوښۍ ځای دا دی چې هیڅ خبریال د خپل رسنیز کار په جریان کې خپل ژوند نه دی له لاسه ورکړی. مګر هغه پیښې چې مونږ ثبت کړي دي، د ۱۴۰ څخه زیاتې دي، چې اکثره یې د لنډ مهال نیول او ځینې د اږود مهال بند دی او ورسره د وهلو او ټکولو پیښې هم مونږ ثبت کړي دي".

ښاغلی مجددي وايي، تمه لري د رسنیو د سرغړونو د کمیسیون په رامنځ ته کیدو سره دا ټول مسایل وڅیړل شي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا کمیټه په تېر یوه کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ګڼ شمېر قضیو شاهده وه، چې عاملین یې یا پېژندل شوي نه دي او یا هم تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې نیول شوي نه دي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دې باور ده ، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر قضیو غور او د تاوتریخوالي د عاملینو مجازات کولای شي له یوې خوا د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه را ټيټه کړي او له بل لوري خبریالانو ته د خوندي چاپیریال په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي.

د بې پولې راپورورکوونکو سازمان (ار ایس ایف) د یو وروستي راپور له مخې، په تیر یو کال کې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې ۲۱۹ چاپي، غږیزي او انځوریزې رسنۍ بندې شوي دي. افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې د پرتو ګواښونو له امله چې په سر کې یې اقتصادي ستونزې شاملې دي د رسنیو د بندیدو لړۍ لا هم روانه ده.

د یکشنبې په ورځ د کابل نیوز په نوم یو خصوصي تلویزیون د ځینو ستونزو له امله افغانستان کې خپلې خپرونې بندې کړې. ددې وړاندې د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د وږې د میاشتې په ۲۵ مه د پکتیا غږ په نوم یوې سیمه ییزې راديو هم د اقتصادي ستونزو له امله خپلې خپرونې بندې کړې وې.