طالبان: یوولس ګمرکونو کې پرمختللي سکنرونه نصبوو

د طالبانو حکومت وايی د افغانستان په ۱۱ ګرکونو کې د پرمختللو سکنرونو د نصبولو په پروژه به ۱۱۳ میلیونه امریکایي ډالر مصرف شي چې ودانیزې چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې شي.

د طالبانو حکومت د ۱۱۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان په ۱۱ ګمرکونو کې پر پرمختللې ټکناوژۍ سمبال د سکنرونو د نصبولو یو تړون د " زبیر مصور" په نوم د یو داخلي شرکت سره د لاسلیک خبر ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رئیس احمد ضیا خالد د شنبې په ورځ جولاۍ ۲۷ (زمري شپږم) کابل کې ددغه تړون د لاسلیک مراسمو ته په وینا کې وویل چې ددې پروژې هدف د تورخم،حیرتان، سپین بولدک، اسلام قلعه، تورغونډۍ، نیمروز، خوست، پکتیا، اقینه، ابونصرفراهي اوشیرخان بندرونو کې د امنیت ښه کیدل دي.

هغه وویل: " په دې پروژه ۱۱۳ میلیونه امریکایي ډالر پانګونه کېږي چې ودانیزې چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې شي".

د طالبانود حکومت دغه چارواکي ادعا وکړه چې پخوا په ګمرکونو کې د معیاري سنکرونو د نشتون له امله ګمرکي خدمتونه په معیاري توګه نه وړاندې کیدل او د همدې له امله د مالیې څخه تیښته، نشه يي توکو قاچاق، وسله او ور ممنوعه توکي د ګمرکونو له لارې انتقالیدل.

هغه وویل چې ددغو پرمختللو سکنرونو د نصبولو وروسته به دا ستونزه هواره شي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا قراردادي شرکت به په دغو ۱۱ بندرونو کې د سوداګریزو توکو د سکنولو دنده په غاړه ولري ترڅوپه بندرونو کې د هرډول قاچاق مخه ونیول شي.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت معین سلطان محمد زبیر هم دې غونډې ته وویل چې په ګمرکونو کې د معیاري سکنرونو د نصبولو پروژه یوه ډیره مهمه پروژه ده چې په عملي کولو سره به یې د افغانستا\ن د ګمرکونو له لارې د توکو د قاچاق مخه ونیول شي.

د طالبانو حکومت په داسې حال کې په سرحدي ګمرکونو کې د معیاري سکنرونو د نصبولو خبر ورکړی چې د نړیوال بانک د روان ۲۰۴ کال د جون د میاشتې د راپور پر اساس افغانستان د عوایدو او ګمرکي مالیاتو د راټولولو په برخه کې کمبود سره مخ دی.

د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو دوو میاشتو کې د افغانستان عواید ۳۱.۲ میلیاردو افغانیو ته رسیدلي چې تیرمالي کال د همدې مودې پرتله په کې اته فیصده کمبود راغلی دی.

همداشان د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو دوو میاشتو کې د تیر مالي کال په همدي موده کې د ګمرکونو عوایدو کې ۱۳ فیصده چې ۱۶.۷ میلیارده افغانۍ کیږي کمښت راغلی دی.