د طالبانو حکومت ولې په رسمیت نه پيژندل کیږي؟

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یو کال پوره شو، خو تر اوسه هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د جولای په ۱۶ په یوه غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د نړیوالو اصولو له مخې، د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني.

نور طالب مشرانو هم ورته غوښتنه کړې ده او نړیواله ټولنه یې تورنه کړې ده چې په رسمیت د طالبانو‌ په نه پيژندلو سره، د افغانانو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي طالبانو ټول هغه معیارونه پوره کړي دي چې له مخې یې د دوی حکومت باید په رسمیت وپېژندل شي.

متقي وايي: "افغانستان باید له نړۍ سره مثبتې اړیکي، راشه درشه ، تعامل ، سفرونه او سوداګري ولري. دا ټول د افغانانو حقونه دي او که په دې حقونو باندې څوک تېری کوي، دا د بشر حقونو او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې، له امریکا غږ سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت ځکه په رسمیت نه پيژندل کیږي چې، "غرب ته تر اوسه په افغانستان کې یو واقعي خپلواک اسلامي هیواد چې اختیارات یې په خپل لاس کې وي، د منلو وړ نه دی".

نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې ټول شموله حکومت جوړ کړي، د بشر د حقونو او په ځانګړي ډول د اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي او ښځو او نجونو ته د کار او زده کړې حق ورکړي.

د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان وایي د طالبانو حکومت لا تر اوسه دغه شرطونه نه دي پوره کړي چې د نړیوالې ټولنې له خوا ورته په رسمیت د پيژندل کېدو دپاره ایښودل شوي دي.

په قطر کې د افغانستان پخوانی ډيپلومات محمد عظیم ورسجي وایي، د طالبانو حکومت د مشروعیت د منل کيدو دپاره، دغې ډلې ته پکار دي چې لومړی د افغانستان د خلکو غوښتنو ته پام وکړي.

ښاغلی ورسجي وايي: "دا‌ ډله که واقعاً د کورني‌ او بهرني مشروعیت د ترلاسه کېدو په لټه کې وي نو د حل یوازینۍ لاره یې په ټولنیزو، فرهنګي، سیاسي، دیني او مذهبي برخو کې د خلکو د ارادې او غوښتنو منل دي".

د سولې لپاره د اړیکو د ګروپ مشر سنګر امیرزاده وایي، طالبانو له نړیوالو سره ژمنې کړې وې خو پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي او همدا لامل دی چې تر اوسه په رسمیت ندي پېژندل شوي.

هغه وايي: "دوی هوکړه کړې وه چې بین الافغاني ډیالوګ به پېلېږي او د هغه په نتیجه کې به یو حکومت رامنځ ته کېږي چې دا ونشو. دویم، د حقوق بشر مسایل، د ښځو کار، تعلیم او تربیه چې په دې برخو کې هم خلک د لوی خنډ سره مخامخ شول".

په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شینکۍ کړوخېل انګیري چې، "طالبانو د داخلي او خارجي مشروعیت د تر لاسه کولو لپاره هیڅ ډول اقدامات ونکړل." هغه وايي، د طالبانو مشرانو ته پکار وه چي د دوحې د تړون پر بنسټ له افغانانو سره ډیالوګ پیل کړي.

مېرمن کړوخیل وايي: "دا مهمه وه چې دوی د دوحې د تړون تعهداتو ته ژمن پاتې شوي وای. له ټولو سیاسي اقشارو، سیاسي ډلو، د ښځو د ګروپونو سره، مدني فعالینو د حقوقپوهانو سره ناست وای او د نوي‌ نظام د جوړښت په اړه فیصله شوې او دا معلومه شوې وای چې د ولس مسئولیت او حقونه څه دي."

چین، پاکستان، روسیې او ایران د طالبانو ځینې استازي منلي او د هغو محدودو هېوادونو په کتار کې دي چې په کابل کې يې خپل سفارتونه پرانیستي ساتلي دي.

په افغانستان کې د متحده ایالتونو پخوانی سفیر جیمز کنګهم دا له دغو هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو د عادي کېدو په معنا نه بولي.

ښاغلی کنګهم وايي: "امریکا ددې کار د نه کولو پرېکړه وکړه. زیاتره هیوادونو پرېکړه وکړه چې دا کار ونکړي. دا یوه متفاوته موضوع ده، ځکه طالبان استدلال کوي چې دا کرار کرار په رسمیت د دوی پېژندل دي."

کنګهم زیاتوي: "ځینو فکر کاوه چې امریکا به له افغانستان او طالبانو سره عادي تعامل ژر پیل کړي. خو اوس داسې ښکاري چې دا به ژر نه وي."