د طالبانو حکومت وايي د بې اسناده موټرو څښتنانو ته یې ۶ میاشتې مهلت ورکړی

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وايي، د یوې طرحې پر اساس به په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې بې اسنادو موټرو ته د محصول د ورکولو وروسته د ملکیت سندونه ورکړل شي.

دا وزارت اټکل کوي چې دا وخت په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰زره بې اسنادو موټر موجود دي.

د طالبانو د مالیې وزارت نن یکشنبې ۱۸ سپتمبر (وږي ۲۷) وویل چې د بې اسنادو موټرو د ثبتولو طرحه د طالبانو د حکومت د اقتصادي کمیسیون له خوا تصویب شوې ده. د دغې طرحې پر اساس به افغانستان کې ټول بې اسنادو موټر د موټرو د ماډل پر اساس محصول شي او بیا به ورته د ګمرک له خوا قانوني اسناد ورکړل شي.

د طالبانو د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د پلان رییس عبدالرحمن وقاد په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا طرحه سر له نن یکشنبې څخه په ګمرکونو کې د پلي کېدو وړ ده چې د موټرو د ثبت بهیر به تر شپږو میاشتو پورې دوام وکړي.

ښاغلي وقاد وویل: "هغه بې اسناده د افغانستان لاس موټر چې د ۲۰۰۰ کال پورې ماډل ولري په قیمتونو کې یې تقریبا شپیته فیصده تخفیف ورکړل شوی دی. د ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۰۹ کال ماډل موټرو کې په قیمتونو کې ۵۰ فیصده تخفیف او د ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې ۲۵ فیصده تخفیف ورکړل شوی دی او د ۲۰۱۲ کال وروسته موټرو ته تخفیف نشته او ټول محصول د تادیې وړ دی".

همداشان ښاغلي وقاد وویل، په دغه طرحه کې زرې لرونکو موټرو ته په مختلفو کټګوریو کې د محصول په برخه کې تخفیف په پام کې نیول شوی دی.

هغه زیاته کړه: " هغه موټر چې زرې دي د دوه زره کال څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې ۲۵ فیصده تخفیف ورکړل شوی. د ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې ۱۵ فیصده تخفیف ورکړل شوی او د ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۲ پورې تخفیف نشته او ددغسې موټرو خاوندان به ټول محصول سپاري".

د مالیې وزارت دغه چارواکي وویل چې د بې اسنادو لارۍ او بسونه به هم د قمیت د تخمین پر اساس محصول کیږي.

ددې طرحې له مخې په سرحدي سیمو کې د موټرو خاوندان باید د یوې میاشتې په موده کې خپل موټر محصول کړي خو په ښارونو کې ددغسې موټرو خاوندان کولی شي د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې د خپل موټر محصول ورکړي.

د مالیې وزارت چارواکو وویل، چې د شپږ میاشتو وروسته که بې اسنادو موټر ولیدل شي وبه درول شي.

په افغانستان کې د تیر حکومت په وروستیو کلنو کې بې اسنادو موټرو ته د یوې ټاکلې مودې لپاره اجازه ورکړل شوې وه، او دا اجازه څو میاشتې وړاندې پای ته رسیدلې ده.

تر اوسه په افغانستان کې د بې اسنادو موټرو دقیق شمیر څرګند نه دی خو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل امریکا غږ ته وویل چې د اټکل له مخې به تر سلو زرو پورې بې اسنادو موټر په دغه هیواد کې شتون ولري.

ښاغلي حقمل وویل چې بې اسناده موټر د اقتصادي اړخ ترڅنګ له امنیتي پلوه هم ستونزې راولاړولی شي.

هغه زیاته کړه: "دا ټول هغه موټر دي چې مونږ سره په سیستم کې ثبت نه دي یعنی بې د محصول ورکولو زمونږ د راتګ دمخه د تیرې ادارې پرمهال له ګمرکونو څخه راتیر شوي دي. دقیق شمیر یې څرګند نه دی".

ښاغلی حقمل وايي، وزارت یې هڅه کوي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې ټول بې اسناده موټر ثبت کړي او اسناد ورته ورکړي.

کتونکي وايي، په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران له امله د موټرو کاروبار ډیر خراب شوی او د تیز رفتاره موټرو په بیه کې له نیمايي زیات کموالی راغلی دی.

د اقتصادي ستونزو له امله زیات شمیر خلکو د خپلو کورنیو لپاره د روزۍ د ګټلو په خاطر ټکسي چلولو ته مخه کړې ده. خو د کابل په ښار کې اکثره ټکسي ډرایوران وايي د تیلو د بیو د لوړیدو وروسته یې عاید ډیر کم شوی دی.