د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې ۱۲ټنه میوه خوسا شوې

افغان سوداګر وایي چې شاوخوا درې ملیونه افغانۍ زیان ورته رسیدلی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي، د خصوصي سکتور په استازیتوب وايي چې د تخنیکي ستونزو له امله د افغان سوداګرو نږدې دولس ټُنه تازه میوه، چې په کې خټکي او شفتالو شامل دي، د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې خوسا شوي دي.

د دغو خونو ویاند صیام‌الدین پسرلي امریکا غږ آشنا ته وویل چې د افغانستان او هند ترمنځ د "هوايي دهلیز هوکړه لیک یو نوی اقدام دی او هر نوی اقدام په لومړي پړاو کې له ستونزو سره مل وي."

خو ښاغلي پسرلي وویل، چې هند ته د افغان سوداګرو د تازه میوو د لیږدولو په بهیر کې رامنځ ته شوې تخنیکي ستونزه اوس حل شویدي.

هغه وویل "دا اوس پرواز جریان لري، مشکل نشته دی، وړمه ورځ هم شپږ بجې پرواز وو، پرون هم فکر کوم چې پرواز مو درلود همدغسې د ضرورت پر اساس پرواز کیږي، خو بیا هم دا ستونزې باید په دایمي شکل حل شي".

لا تر اوسه افغان سوداګرو ته د اوښتي مالي زیان په اړه شمیره څرګنده شوې نه ده، خو د سوداګرۍ او صنایع خونې وايي، چې په دې برخه کې تحقیقات روان دي.

د آریانا افغان هوايي شرکت چارواکي وايي، دغه شرکت د سوداګرۍ او صنایع د خونو لپاره الوتکې چارټر کوي، چې دغه چاره کله پر وخت او کله په ځنډ ترسره کیږي.

د دغه شرکت د سوداګرۍ د څانګې مرستیال عبدالعلي فروغ امریکا غږ آشنا ته وویل، چې هند ته د افغان سوداګرو د تازه میوو په لیږدولو کې ځکه ستونزه رامنځ ته شوې، چې د الوتکو د پروازونو د مهالویش مسولیت د هغوی په واک کې نه دی او د هوا تودوخه د دې لامل شوه، چې هند ته وروستی پرواز له ۱۵ ساعتونو وروسته ترسره شي.

ښاغلي فروغ د افغان سوداګرو د میوو د خوسا کیدو ستونزې ته په اشارې وویل "دغه میوې داسې میوې نه وې، چې له باغ څخه یې راوړې وي، دا میوې یې له بازار څخه اخیستې وې، هلته په بازار کې به څومره وخت وې، صادراتي کیفیت یې نه درلود، د هوکړې له مخې آریان په دې برخه کې هیڅ مسولیت نه لري او هیڅ ملامت هم نه دی".

ښاغلي فروغ زیاته کړه، چې د سوداګرو یولس ټُنه تازه میوه ځکه په هوايي ډګر کې خوسا شوه، چې د هوا د تودوخې له امله د کارګو الوتکې ته د دوبۍ په هوايي ډګر کې د ناستې او یا الوتو اجازه نه ورکول کیده.

خو د افغانستان د تازه میوو د سوداګرو اتحادیه په دې برخه کې د آریانا افغان هوايي شرکت ګرم ګڼي او وايي، د الوتکې د نشتوالي له امله د هغوی ۴۴ ټُنه تازه میوه د کابل د حامدکرزي په هوايي ډګر کې په ډاګ پاتې شوې.

د دغې اتحاديې مشر اختر محمد امریکا غږ آشنا ته وویل، چې له ۴۴ ټُنه تازه میوو څخه یواځې ۱۴ ټُنه یې هند ته صادر شوي او د پاتې ۳۰ ټُنو زیاته برخه خوسا شوې ده.

هغه وویل "د آریانا هوايي شرکت له خوا دا ستونزه پیدا شوې، که دوی موږ ته ویلي وی، چې الوتکه نشته تاسې خپل مالونه په سړو خونو کې ځای پر ځای کړئ، نو موږ به خپل مالونه بیرته سړو خونو ته وړي وی هیڅ ستونزه به نه وه، موږ خو خپل مال په هنګر کې کوز کړ، اوس خو ګرمي ده، الوتکه پیدا نشوه او په هنګر کې مو مالونه خراب شول".

دی وايي، چې د دغې ستونزې له امله د شاوخوا درې میلونو افغانیو په ارزښت د تازه میوو سوداګرو ته زیان اوښتی دی.

د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي دهلیز هوکړه لیک د روان کال د جوزا میاشتې په لومړیو کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونو او د آریانا افغان هوايي شرکت ترمنځ لاسلیک شو او وروسته بیا ولسمشر غني په رسمي توګه یاد هوايي دهلیز پرانیست.

د دغه هوکړه لیک له مخې افغان سوداګر کولی شي، چې د ځمکې د کرايې په بدل کې خپل سوداګریز توکي له کابل او کندهار څخه د هند نوي ډهلي او امرتسر ښارونو ته د هوا له لارې صادر کړي.