سږ کال به نورستان ته د سیلانیانو تګ را تګ زیات شي ـ والي

نورستان ولایت

د ملي پارک په توګه د نورستان د ځنګلونو اعلانولو وروسته تمه کیږي چې د لومړي ځل لپاره سږ کال دغه ولایت ته د سیلانیانو تګ را تګ زیات شي.

یو کال مخکې د نورستان ولایت ځنګلونه د ملي پارک او خوندي شویو سیمو په توګه اعلان شول.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي تېر کال د کرونا ویروس له امله دغه ولایت ته د سیلانیانو تګ راتګ بند شوی و.

نورستان د طبیعي ښکلاو له اړخه د افغانستان تر ټولو ښکلی او نه راسپړل شوی ولایت دی.

ښاغلي عبدالقیوم نن شنبه مارچ ۲۷ (وری ۷) امریکا غږ ته وویل: "سږکال به نورستان ته د سیلانیانو تګ راتګ ډېر شي ځکه تېر ۱۳۹۹د کرونا ویروس له امله سیلانیان نه راتلل."

د نورستان والي زیاته کړه چې دغه ولایت ته د غځېدلې لارې پخول د دوی په لومړیتوبونو کې دی.

نورستان د طبیعي ښکلاو له اړخه د افغانستان یوه ښکلې سیمه او ولایت دی.

نورستان غرنی ولایت دی، خوږې اوبه پکې بهیږي، تازه هوا لري او غرونه او درې یې په شنو ونو پوښل شوي دي.

د رپوټونو پر بنسټ نورستان کې د نړۍ تر ټولو کمیابه ژوي یعنی د واورو پړانګ (Snow Lipard) او څو ډوله غرڅه لیدل شوي دي.

تېر کال د افغانستان ولسمشر له خوا د نورستان ځنګلونه، د غزني د ناور ولاړې اوبه، د کندز امام صاحب او د تخار درقد ولسوالي د ملي پارک او ندي شویو سیمو په توګه ونومول.