د وېش منډۍ سوداګر په پاکستاني پاسپورټ تګ راتګ نه مني

د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پرضد د لسګونه زره وګړو پرلت چې ډېری یې د کرښې پورې غاړي په بولدک کې سوداګري کوي لا هم روان دی.

پرلت کوونکي وايي، تر هغو به احتجاج ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

د سوداګرو ټولنې او د سياسي ګوندونو دا پرلت د اکتوبر پر ۲۱مه پيل شوی او غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د تېر په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

یو ځايي سوداګر جمعه خان اڅکزي د امریکا غږ ته وویل، چې د دوی د سیمې اقتصاد تر ډېره د چمن-بولدک ترمینځ د وېش بازار پر سوداګرۍ ولاړ دی. د نوموړي په وینا له تېرو څه نا څه دوو لسیزو راهیسې په سیمه کې سختې وچکال‍ۍ هم ګڼ خلک اړ کړي چې د چمن-بولدک ترمنځ سوداګرۍ ته مخه کړي. دی زیاتوي چې دا مهال هره ورځ نږدې ۱۵۰۰۰ کسان چې ډېری یې په وېش منډۍ کې دوکانداران او سوداګر دي د کرښې یوې یا بلې غاړي ته اوړي.

په چمن کې د پاکستان د سوداګرۍ خونې پخوانی مشر دارو خان اڅکزي امریکاغږ ته وویل:"د چمن ښارګوټي او سپین بولدک ترمینځ پروت د وېش منډي لا تر انګرېزانو وړاندې د سیمې یو لوی کاروباري مرکز و، خو سیمې ته د بریتانیا د ښکېلاک پر وخت د اورګاډي پټلۍ تر راغزېدو وروسته، ددې سیمې کاروبار په چټکۍ سره د هند نیمې وچې ته پراخ شو."

ښاغلی اڅکزي زیاته کړه چې د افغانستان ډېری مېوې لکه انار، انګور، خټکي، مڼې په هند او د پاکستان په نورو برخو کې د چمن ښارګوټي مېوې بلل کېږي، خو اصلا چمن او بولدک له پخوا راهیسې د کاروبار یوه لوی منډيي دی. د نوموړي په وینا دا مهال د بولدک وېش منډۍ د افغانستان هېواد تر ‍ټولو غټ منډي دی او هلته هره ورځ د ګاډو او نورو توکیو یو لویه لیلام لګېږي.

دارو خان اڅکزی زیاته کړه چې د وېش منډۍ د میلیونو میلیونو ډالرو کاروبار دی چې پکې د ګاډو صنعت، او د ګاډو پرزو صنعت، د سګرېټو صنعت شامل دي. دی زیاتوي چې وړاندې د دې مرکز هرات، کابل او کندهار وو خو اوس د دې ټولو کاروبارونو مرکز وېش منډي ګرزېدلې دی او په لسګونه زره خلک په کې په روزګار بوخت دي.

د پاکستان تر جوړېدو مخکې او وروسته افغان ټرانزیټ سوداګري

د پاکستان سوداګرۍ خونې پخوانی مشر دارو خان اڅکزی وايي، کله چې پاکستان د یو خپلواک هېواد په توګه رامنځ ته شو، نو په ملګرو ملتونو کې افغانستان د دې هېواد له رسمیت پېژندلو انکار وکړ چې په دې سره د چمن-بولدک پر سوداګرۍ هم اغېز ولوېد، خو وروسته دواړو هېوادونو په ۱۹۶۵ کال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او تزانزیټ (اپټا) په نوم یو تړون لاسلیک کړ. دا دوه اړخیزه تړون نه دی، د دې تړون له مخې افغانستان خپلې مېوې د مځکې له لارې هندې ته رسولې.

پاکستان د ملګرو ملتونو د قانون له مخې مکلف وو چې دا تړون وکړي، ځکه هغه هېوادونه چې سمندر ته لار نه لري، نو ګاونډي هېوادونه باید لار ورکړي او د دې تړون له مخې به د کراچۍ له بندره مالونه افغانستان ته وړل کېدل. خو په ۲۰۱۰ کال د افغانستان حکومت له اسلام اباد سره د ټرانزیټې سوداګرۍ تړون یا اپټا بیا نوی کړ.

د پاکستان حکومت غواړي چې د کرښې داوړو غاړو ته د چمن او بولدک ترمینځ کېدونکې سوداګرۍ ته قانوني بڼه ورکړي او پر تلونکو راتلونکو د ویزې پابندي ولګوي خو ځايي خلک وايي‌، چې دوی ته د تلو راتلو حقوقي اسانتیاوې په ۱۸۹۳ کال د ډیورنډ کرښې د اېستلو پر مهال ترلاسه کړي دي.

بلخوا د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي امریکا غږ ته ویلي، چې د امنيت د ټينګښت او د قاچاق د مخنيوي لپاره يې د پاسپورټ او ويزو شرط اېښی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډېورنډ کرښه پخوا د تګ راتګ لپاره ډېرې لارې وې خو پر کرښه د اغزن تار تر غځېدو وروسته د دواړو هېوادونو وګړي یوازې د تورخم، چمن، کورمې، شمالي او جنوبي وزیرستانونو له لارې قانوني تګ راتګ کولای شي.

پاکستان د ۲۰۱۶ کال د جون له لومړۍ نېټې پر تورخم او چمن لارو د تک راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو( پاسپورټ او ویزې) لرل لازمي کړي دي.

د تورخم پر لاره خلک له ویزې پرته سفر نه شي کولی او یوازې ناروغان او ورسره یو تن له ویزې پرته پاکستان ته د تګ اجازه لري خو د چمن پر پوله ګڼ خلک د ویزې او پاسپورټ پرته تګ راتګ کوي.

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په ګډون ټولو بې اسناده بهرنيو وګړو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړی دی، چې له هغه هېواده ووزي. حکومت ويلي تر هغه وروسته به له افغانستان سره تګ راتګ يوازې پر پاسپورټ او ويزه کوي.