په ۲۰۱۵ کې زمونږ تر ټولو زیات لوستل شوي او کتل شوي

د امریکا غږ ويبپاڼې د خپلو مینوالو لپاره د ۲۰۱۵ کال غوره او ډېر لوستل شوي مطالب راټول کړي دي.

شاید په ۲۰۱۵ کال کې ښایي ډېرې مهمې پیښې شوې وي او زیات شمیر راپورونه هم خپاره شوي وي، خو مونږ یوازې هغه مطالب او راپورونه راټول کړي چې زمونږ لوستونکو او مینوالو ډېر ليدلي، لوستلي او له نورو سره یې شریک کړي دي:

په کابینه کې څوک چا غوره کړي دي؟

د جنوري په میاشت کې ډېر لوستل شوی راپور د کابینې د جوړښت په اړه و.

سي آی اې او پر ملا عمر د کودتا ناکامه هڅه

دا د فبروري د میاشتې ډیر لوستل شوی مضمون و.

انگلیسي په یوه دقیقه کې

د مارچ د میاشتې ډیر لوستل شوی مطلب کوم سیاسي، امنیتي او اقتصادي راپور نه و، بلکې د انګلیسي زده کړې يوه لنډه ویډیو وه چې ډیرو کسانو لېدلې وه.

ایران پر عمرې حج بندیز ولګاوه

په اپریل کې د سعودي د حج په مراسمو کې د ټیل ماټیل پر مهال د لسګونو ایراني حاجیانو تر پښو لاندې کیدو او مرگ ژوبلې د لوستونکو زیاته پاملرنه جلب کړې وه. زموږ پر ویبپاڼې د ایران دغه غبرګون ډېر لوستل شوی و.

ملالۍ شینواري: یو طالب مشر زما په خبرو وژړل

د مۍ په میاشت کې گرانو لوستونکو ته به په یاد وي چې یو شمېر افغان مدني فعالانو او طالب استازو په ناروې کې په یوې غونډې کې سره مخامخ خبرې وکړې. ملالۍ شینوارې وايي چې د ښځو په اړه د هغې خبرو یو طالب استازي په ژړا کړ. شاید همدغه خبره وه چې ډېرو مینوالو له ملالۍ شینواری سره زمونږ مرکه ‌ډېره اورېدلې وه.

د طالبانو لالهانده مرکچي څوک دی؟

د جون په میاشت کې پورتنۍ لیکنه غوره او ډېره لوستل شوی وه.

ملا اختر محمد منصور څوک دی؟

په جولای کې د ملا عمر د مرګ د خبر له خپرېدو وروسته، د هغوی نوي مشر ملا منصور د ډېرو رسنیو او خلکو پام ځان ته واړوه، په دې میاشت کې زمونږ پورتنۍ لیکنه ډېره لوستل شوی وه.

د غني نیوکو ته د پاکستان چټک غبرګون

اګست: افغان ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته په خپل لومړني غبرګون کې پاکستان په افغانستان کې په "یو نااعلان شوي جنګ" کې ښکیل وباله. او په اړه یې پاکستان چټک غبرګون وښود.

افغان چارواکي: طالبانو د کندز ښار نیولی دی

سپتمبر: د طالبانو د نظام له نسکورولو وروسته په لومړي ځل دغې ډلې په افغانستان کې د یو ولایت مرکز ونیو. طالبانو د څو ورځو لپاره د کندز ښار وساته، دغه خبر په څو شېبو کې په ټولې نړۍ کې د برېښنا په څېر خپور شو او زموږ پر ویپاڼې هم ډېر ولوستل شو.

طالبان: خبرو ته تیار یو، خو ....

اکتوبر: په دې میاشت کې طالبانو د خبرو لپاره مشروط تیاری وښود او همدغه خبر زموږ د دې میاشتې تر ټولو ډېر لوستل شوی مطلب و.

د کابل مظاهره کوونکې: عکس مې راته سرخوږی شو

نومبر: په کابل کې په لومړي ځل د ولسي افغانانو د وژلو پر ضد لسګونه زره خلکو مظاهره وکړه. په مظاهرې کې د یوې برخوالې تصویر په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، دا تصویر څه ډول و؟ موږ له دغې نجلۍ سره مرکه وکړه او ډېرو خلکو ولوستله او واورېدله.

پر ولسمشر غني باندې د ملي امنیت د رئیس کلکه نیوکه

د دسمبر په میاشت کې د افغانستان د ملي امنیت رئیس پر خپل فیسبوک کې پر ولسمشر غني باندې له کلکې نیوکې وروسته له دندې استعفی وکړه. د رحمت الله نبیل انتقاد زموږ ډېرو لوستونکو ته په زړه پورې برېښېدلی و.

تلویزیون

له دې سره سره چې د آشنا تلویزیون یو ساعته خپرونه د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د کابل په وخت له شپږو بجو څخه تر اوه بجو پورې د افغانستان د ملي تلویزیون له لارې خپریږي د آشنا تلویزیون دغې خپرونې د پښتو یوتیوب په کانال کې زیات لیدونکي درلودل:

د کاروان خپرونه د هرې جمعې په ورځ د ملي تلویزیون له لارې خپریږي او دا خپرونه د یوتیوب په کانال کې زیات لیدونکي درلودل:

زمونږ د نورو ویدیوگانو په منځ کې په ٢٠١٥ کال کې په یوه دقیقه کې د انگلیسي ژبې د اصطلاحاتو د زده کړې دغې خپرونې زیات لیدونکي درلودل: