د ترکمنستان ـ افغانستان ـ هند د پایپلاین کار پیلیږي

د ترکمنستان ـ افغانستان ـ هند د پایپلاین کار پیلیږي

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان تر منځ د ګازو د پایپ لین له غزیدو سره به دا هیواد په کال کی ۵،۱۱ ملیارد متر مکعبه ګاز تر لاسه کوی او ورسره به زرګونو افغانانو ته د کاز زمینه برابره شی

د دی پروژی تړون چه په دی وروستیو کی ددی هیوادونو د مشرانو تر منځ پّه عشق اباد کی لاسلیک شو عملی چاری به په ۲۰۱۲ کی پيلیږي.

د (تیپآی) یا د ترکمنستان ،باکستان ،افغانستان و او هندوستان تر منځ د غازو د نل لیکی د غزیدو سره به دا هیوادونه د اقتصادی ګتو سر بیره سیاسی ګډې ګټې هم تر لاسه کړي او د غزیدو سره به یی د سیمی خلکو ته د کار پراخی زمینی برابری شی او بی روزګاری به ختمه شی

ددی نل لیکی اوژد والی ۱۷۳۵ کیلو متره دی .چه ۷۳۵ کیلو متره به یی د افغانستان د خاوری دننه پروت وی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر داکتر زلمی رسول چه د افغانستان له خوایی ددی تړون په لاسلیک کولو کی حضور درلودو وایی داسی پروژی به په سیمه کی د منطقوی اعتماد جوړونی سبب ګرځی

له ترکمنستانه تر پاکستان او هندوستانه پوری به د غازو د نل لیکی پر پروژی باندی به له ۶ تر ۸ ملیاده داله لګیژی او د غزیدا سره به یی افغانستان پّه کال کی ۵،۱۱ ملیارد متره مکعبه غاز تر لاسه کوی چه ورسره سره به دا کار د سلګونو میګاواټو بریښنا د تولید سبب هم کیژی.

د چارواکو په وینا ددی پروژی وروستی ګام به داوی چه له دی غازو نه په کور دننه څنګه ګتوره او اغیز منه استفاده وشی افغانستان به په دی برخی کی هم د نړیوال بانک سره دسلګونو ملیون دالړو په ارزښت ټړون لاسلیکوی

د افغانستان له لاری پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د غازو د لیژدولو پروژه په لومړی ځل د ۱۹۹۶ کال کی طرحه شوه او دوهم ځل پّه کال ۲۰۰۲ کی هم داهڅی وشوی خو د بیلابیلو وجو له امله به دا کار په ټپه دریدو ددې لاملونو ستر دلیل دی نل لیکی ته د امنیتی لحاظه د خطر موجودیت وو په تیره بیا د افغانستان د خاوری دننه. خو د افغانستان د کانونو وزیر وایی دا مهال یی ددی پروژی د امنیت د تینګښت لپاره یی په سیمه کی د ۵۰۰۰ نه تر ۷۰۰۰ امنیتی ځواکونو د ځای پر ځای کولو تابیا هم کړیده چه د دوی په وینا دا ځواکونه به د سیمی د خلکو نه جوړیږي .

د دی نل لیکی کار به په ۲۰۱۲ کی پيلیژی او د ۲۰۱۴ کال تر پآیه به افغانستان عملا ددی غازو نه ګته اخیستنه پيل کړی .چه د ترانزیت د فیس د اخیستنی نه به هم افغانستان ته دیړه ګته ورسیژي له بلی خوا ددې غازو نه به د هرات او کندهار د صنعتی پاکونو د کار د بیا رغاونی لپاه هم کار اخیستل کیږي.

انرژی ته د سیمی د هیوادونو زیاته اړتیا به ددی سبب شی چه دا نل لیکه ژر تر ژره وغزیژی خو د کار پوهان داسی انګییری چه ددی نل لیکی نه لاسته راغلی ګتی به په سیمه کی د افغانستان د ګاوندی هیواد ایران د رخی سبب هم شی ځکه ایران هم د خپلو غازو د صادرولو هڅه لري.