د ترکيې سفیر وايي چي هیواد يې دافغانستان د سولي په پروسه کې هر ډول مرستې ته تیار دی . نوموړي کندهار ولایت ته په خپل لمړني سفر کې وويل چي د افغانستان او ترکيې ترمنځ د تجارتي اړیکو د پراختیا په برخه کې هم ځانګړې هڅه کوي.
ګډه ګټه او ګډ کار دا د په افغانستان کې د تر کيې سفیر (باسات اوزترک) هغه خبره ده چي د افغانستان په شمول د سیمي د هیوادونو په ګټه يې بولي او وايي چې په دې برخه کې باید کار وسي .
نوموړي کندهار ته د خپل لمړني سفر په ترځ کې وويل چي ترکیه د یوه مخکښه اسلامي هیواد په توګه غواړي چي د افغانستا د سولې په بهیر کې مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړه چي په منطقه کې تر جګړې او د یوه او بل تر تخریب غوره دا ده چې هر هیواد خپله ګټه وسنجوي او له یو بل سره نیک روابط ټینګ کړي .
نوموړي د افغانستان د سولې په هکله په نږدې راتلونکي وخت کې د استانبول د پروسې د دوام د ۸ ناستو د ترسره کیدو تر څنګ وويل چي هیواد يې د یوه نږدې خواخوږي په توګه دافغانستان په سوله کې لیوالتیا لري ،، ترکیه د افغانستان د یوه ورور هیواد په توګه هغه کارونه چي موږ ته راسپارل کیږي هغه سرته رسوو . بل تاسي هم پدې خبری یاست چي ترکیه په سیمه کې يوه مخکښه رول لري او د افغانستان ، پاکستان او ترکيې ترمنځ د ناستي اتم پړاو په نږدې راتلونکې کې ترسره کیږي .دغه جریان چي د استانبول د جریان په نوم یادیږي د منځنۍ اسیا هیوادونه هم پکښې شامل دي خو په منتطقه کې تر جګړې او نور تشدد ښه خبره دا ده چې هیوادونه د خپلمنځي ګټو پر بنسټ له یوبل سره ښې اړیکې ولري ،، .
افغانستان د تجارت د ودي او پرمختګ په لاره کې د مرکزي اسیا د هیوادونو دروازه بلل کیږي . ترکیه پدې باور ده چې که دواړه هیوادونه و توانیږي چې پخپلو کې د ځمکني او هوايي ټرانسپورت اړيکي پراخي کړي نو دا به د دواړو هیوادونو لپاره په لویه اقتصادي ګټه تمام شي .
د کندهار والي توریالی ویسا وايي چي د افغانستان د جنوب د سیمي د تجارانو د اړیکو د ټینګيدو په موخه يې د ترکيې له سفیر څخه و غوښتل چي په کندهار کې خپله قونسلګري پرانيزي او ترکي هوايي شرکتونه و هڅوي چي د کندهار او ترکيې ترمنځ الوتنې هم پیل کړي.
ترکیه د یوه مخکښه اسلامي هیواد په توګه د ناټو غړیتوب لري او د سیمي د امنيت او ثبات په ډګر کې له خاص اغیز څخه برخمن دی. دغه هیواد په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندي نظامي حضور هم لري . د دې ترڅنګ هر کال افغان زده کونکو ته نهه سوه تحصيلي بورسونه هم ورکوي .