د کاخوفکا بند نړېدو د اوکراین چاپیریال ته د اوږدمهاله زیانونو اوښتو اندېښنې زېږولي

د نړېدلي بند شاوخوا صنعتي سیمې او کورونه له اوبو لاندې شوي دي.

د کاخوفکا بند ماتېدل په جنوبي اوکراین کې د سیلابونو لامل شوی او د چاپیریال ساتنې ادارو اندېښنه ښودلې چې د اوکراین چاپیریال ته اوږدمهالي زیانونه اوښتي او د اروپا تر ټولو ستره اټومي بټۍ له ګواښ سره مخامخ شوې ده.

د چاپیریال ساتنې فعالین له دې کبله په اوکراین کې چاپیریال ته د سختو زیانونو اوښتو خبرداری ورکوي.

د چاپیریال ساتنې اوکراینۍ فعاله کترینا فیلیوټا وايي: "لکه موږ چې د چرنوبېل د بربادۍ پایلې تجربه کوو، دا پېښه به هم زموږ د بچو او لمسو لپاره ناوړه پایلې ولري."

ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د ۱۹۸۶ کال په اپریل کې د چرنوبېل اټومي بټۍ د څلورم ریکټر د ویلي کېدو له امله ۳۵۰ زره خلک خپلو مینو پرېښودلو ته اړ شول، او ځینې نور د زهرجنو وړانګو له امله په سرطان اخته شول. ملګري ملتونه وايي، د چرنوبېل ویجاړیو تر کلونو کلونو د خوراکي موادو لېږدول اغېزمن کړل.

په اوکراین کې د ککړو اوبو او د سیمه ییز چاپیریال د ویجاړۍ له امله، د چاپیریال ساتونکو ډلې په اوکراین کې د تاریخ د تکرار د احتمال خبرداری ورکوي.

کترینا فیلیوټا وايي، که دا ځای د مرغان د ځالو جوړولو سیمه وي، ممکن له اوو څخه تر ۱۰ کلونو پورې وخت ونیسي چې اوبه کمې شي، او مرغان بېرته ورته راشي. هغه وايي: "خو تر څو پورې چې د رېګي چاپیریال خبره ده، هغه چې یو وخت موږ د اوکراین په بې جوړې سیمه کې درلود، ښايي د دې بېرته رغېدنه لسګونه کلونه وخت ونیسي."

د کاخوفکا د بند د اوبو د بهېدلو لوري ته د اوکراین خرسون ښار اوس په بشپړ ډول تر اوبو لاندې دی. پدغه ښار کې له دوه نیم سوه زره خلکو څخه زیات نفوس ته د څښلو د پاکو اوبو رسول، د چاپیریال د اوږد مهاله اغېزو په پرتله اوس عاجله اندېښنه ده.

د دنیپرو پر سیند دغه بند د شوروي په وخت کې جوړ شوی و او تېره اونۍ د یوې چاودنې په نتیجه کې ونړېد. اوکراین او روسیه پر یو بل تور لګوي چې په قصدي توګه یې دا بند ویجاړ کړی دی. خو د امریکا استخباراتي څېړونکي دا چاودنه د روسیې لخوا د سبوتاژ یوه هڅه بولي.

دغه بند د کاخوفکا د برېښنا کوټ برخه ده چې نه یوازې د روسیې لخوا د اوکراین نیول شوې سیمې کرایمیا ته اوبه ورکوي، بلکې د اروپا تر ټولو سترې اټومۍ بټۍ ژاپوریژیا ته هم اوبه رسوي.