ملګري ملتونه: شاوخوا دوه نیم سوه زره ماشومان "د ټیټ عمر عسکر" دی

Ăng ten của dự án viễn vọng kính ALMA, trong sa mạc Atacama, khoảng 1500 km hướng bắc thủ đô Santiago, Chile. ALMA, một dự án hợp  tác quốc tế của  Châu Âu, Bắc Mỹ, Đông Á, với sự hợp tác của Chile, hiện nay là dự án thiên văn lớn nhất thế giới.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په یوه تازه رپوټ کې ویل شویدي، د هغو ماشومانو نه د ټیټ عمر د عسکرو په صفت زیاته ګټه اخیستل کېږې چې د بیلا بیلو ستونزو له وجې دیته مجبوره کیږي چې خپل کورونه پریږدي او بې ځایه شي.

په رپوټ کې ویل شویدي همدا اوس په زرګونه هغو ماشومانو سره بې عدالتۍ او ظلم کیږي چې په وسله والو جګړو کې ګیر دي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې همدا اوس په ټوله نړۍ کې شاوخوا دوه سوه او پنځوس زره ماشومان شته دي چې د ټیټ عمر د عسکرو په صفت ترینه کار اخیستل کیږي. رپوټ وایي چې په میلونونو نور ماشومان په وسله والو جګړو کې ګیر دي او دوی یې زیانمن کړیدي.

خو د دغو ټولو ناخوالو او بدمرغیو سربیره په وسله والو جګړو کې د ښکیلو ماشومانو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرسیتالې میرمن رادیکا کومارا سوامي وایي چې تیر کال د ماشومانو په وضعې کې یو څه ښه والی راغلی دی.

میرمن سوامي وايي چې ملګرو ملتونو په نیپال، سوډان او بورنودي کې د یاغي ډلو سره موفقه کړیده چې هغوي به هغه ماشومان خوشې کوي چې عمرونه یې کم دي او د عسکرو په صفت ترینه ګټه اخیستل کيږي. خو هغه وایي چې د ماشومانو ستونزو ته په پام سره شوی پرمختګ ډیر لږ دی.

"‍ د کانګو په جمهوریت کې په ښځو او ماشومانو باندې په ډله ایزه توګه جنسي تیری یوه زړه بوږنونکې او ناوړه پیښه ده، داسې اټکل کیږي چې پدغه هیواد کې په شاوخوا پنځه سوه ښځو او ماشومانو باندې تیری شویدی چې پدې ډلې کې یو اوه کلن ماشوم هم شامل دی. "

میرمن رادیکا کومارا سوامي وایي دا یوازې مخ پر ودې هیوادونه ندي چې په ماشومانو باندې پکې ظلم کیږي. هغې د امریکا په متحده ایالاتو باندې انتقاد وکړ چې د عمر خدر په نامه یو تنکی ځوان یې د ګوانتانو په زندان کې د پوځي کمیسون په مخکې محاکمه کړیدی.

عمر خدر پنځلس کلن ؤ چې په 2002 میلادي کال کې په افغانستان کې ونیول شو، په هغه باندې دا تور لګیدلی دی چې په امریکایي عسکرو باندې یې لاسي بم ګوزار کړیدی او یو امریکایي عسکر یې وژلی دی. میرمن کومارا سوامي وایي عمر خدر لومړنی ماشوم دی چې د جنګي جرمونو له وجې د پوځي کمیسون لخوا محاکمه شویدی.

" ټولې نړیوالې ټولنې دا خبره رد کړیده چې د جنګي جرایمو په خاطر دې ماشومان محاکمه شي. نړیوالو څارنوالو د خپلو ټولو مهارتونو نه په ګټې اخیستو سره دا هڅه کړیده چې د محاکمې پر ځای دې د هغو ماشومانو ژوند ورغول شي چې د ټیټ عمر د عسکر په صفت کوم جنګي جرم کوي. ماشومان په جنګي جرمونو باندې پوره نه پوهیږي خو د غټانو لخوا دیته هڅول کیږي چې جګړه وکړي. د جنګي جرمونو په خاطر د عمر خدر محاکمه کول به داسې یو رواج رامنځته کړي چې له مخې به یې په ټولې نړۍ کې د هغو ماشومانو ژوند په خطر کې واچول شي چې د ټیټ عمر د عسکر په صفت ترینه ګټه اخیستل کیږي."

میرمن رادیکا کومارا سوامي وایی چې د ټیټ عمر د عسکرۍ لپاره تر ټولو زیات هغه ماشومان په خطر کې دي چې د جګړې له وجې دیته اړ ایستل کیږي چې خپل کور کلی پریږدي او په بل کوم ځای کې مهاجر شي. هغه وایی چې په همدغو ماشومانو باندې زیات ظلم او زیاتی کیږي. په څیړنو کې مالومه شویده چې د ټیټ عمر زیاتره عسکران هغه ماشومان دي چې د جګړې له امله بې ځایه شویدي.

میرمن سوامي په ټولې نړۍ غږ وکړ چې په وسله والې جګړې کې د ماشومانو داختیاري پروتکول په نامه یو تړون دې تصویب کړي، هغه وایي چې ددې پروتوکول په تصویب کیدو سره به د ماشومانو نه د ټیټ عمر د عسکرو په صفت د ګټه اخیستلو مخه په ټولې نړۍ کې ونیول شي.