امریکا د جنوبي چین سمندرگي کې هر چاته حق غواړي

چین د دې اوبو په منځ کې مصنوعي جزیرې هم ابادې کړیدي

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارټر ویلي دي چې امریکا اوس هم په خپله دې ژمنه ولاړه ده چې د جنوبي چین سمندرگي کې د کیشتیو د تگ راتگ د آزادۍ دپاره خپله مبارزه جاري ساتي.

ښاغلي کارټر وایي "امریکا په وار وار دا ویلي چې هر چرته چې نړیوال قانون اجازه ورکوي، هلته به طیارې الوزوو، کیشتۍ به چلوو او فعالیت به کوو."

هغه زیاتوي چې پدې هکله د زمان او مکان پابند نه پاتې کیږي هر لور چې وي د قانون په چوکاټ کې به حرکت کوي او پدې کې استثنا نشته. د هغه په وینا د نړیوال تجارت دپاره چې هرلارې تگ قانوني بڼه ولري، هماغسې به کوي، که د جنوبي چین په اوبو کې وي او یا بل چیرته.

اش کارټر وایي هرچرته مو چې خوښه وي موږ به د قانون په چوکاټ کې حرکت کوو

د امریکا د دفاع وزیر دا خبرې په داسې وخت کې کړيدي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جان کیري د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر سره په یو لړ نورو موضوعات د خبرو په وخت د جنوبي چین د اوبو مسله هم یاده کړیده.

د چین د جنوبي سمندرگي په اوبو په یو وخت کې چین، فلیپین، ویتنام، تایوان، ملیزیا او برونایي د ملکیت دعوا کوي. خو چین په دغه مصروفه تجارتي لاره د نورو په نسبت زیات د ملکیت دعوا لري.

چین د دې اوبو په منځ کې مصنوعي جزیرې هم ابادې کړیدي او په دې جزیرو کې ېې د طیارو د ښکته کیدو دپاره میدانونه هم جوړ کړي چې د نظامي الوتکو د الوت او ناستې امکانات لري.

چین د جمعې په ورځ د پارونکي چلند په مقابل کې د گام اخیستو غږ هم کړیدی. چې اشار ېې په ظاهره د امریکا متحده ایالاتو ته گڼل کیږي.

د چین لخوا دا خبردارۍ په داسې وخت کې راغلی چې په ځیني راپورنو کې راغلي چې امریکا نیت لري په هغې بې طرفې سیمې کې جنگې بیړۍپه اوبو کې وساتي چې د چین جوړې کړې مصنوعي جزیرو ته نیزدې دي او چین ورباندې د ملکیت دعوا کوی.

د امریکا د فاع وزیر دغو اوبو کې د امریکا د نیت په اړه له څه ویلو نه ډډه کړیده، خو دومره ېې ویلي دي چې د سیمې قوتونه غواړي چې د امریکا او د امریکا له سمندري پوځ سره اړېکې وساتي.