د امریکا بهرنیو چارو وزارت د استانه د غونډې د پریکړو ملاتړ کړی

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په استانه کې د افغانستان په اړه د تیرې جولای د میاشتې د جوړې شوې غونډې د پریکړو څخه ملاتړ اعلان کړی، چې په کې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو او د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو څخه ملاتړ شوی و.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اګست ۱۱ (زمري ۲۰) ددغې ګډې غونډې ګډه اعلامیه خپره کړې، چې په کې یو ځل بیا د افغانانو څخه د ملاتړ او سیمه کې د ثبات او امنیت لپاره د امریکا او دغو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له شته فرصتونو څخه پر ګټې اخیستنې باندې ټینګار شوی دی.

د قزاقستان په پایتخت استانه کې د جولای ۲۷ ( زمري شپږم ) په جوړه شوې غونډه کې افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ او د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره ددغه هیواد د ځانګړې استازې رینا امیري د ګډون سربیره د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو هم ګډون کړی و.

په دې غونډه کې په سیمه باندې د افغانستان د وضعیت په اغېزو او په دې برخه کې د غونډې د ګډونوالو ترمنځ د همکارۍ په برخه کې په شتو فرصتونو خبرې شوې وې.

ددې غونډې په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: "د سیمې د ټولو هیوادونو او په ټوله کې د نړیوالې ټولنې له خوا د ټولشموله حکومت، متحد، خپلواک، باثبات او پر ځان متکي او د تروریزم څخه پاک افغانستان، چې د خپلو وګړو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او دننه هیواد کې د خپلو خلکو او خپلو ګاونډیو سره په سوله کې ژوند وکړي د دوامداره ملاتړ په اړتیا بحثونه وشو".

همداشان په دغه ګډه اعلامیه کې افغانستان کې تروریستي ډلو ته د پناه د نه ورکولو او ددغه هیواد خاروره د هیڅ کوم هیواد په خلاف د نه کارولو څخه هم ملاتړ شوی او د افغانستان څخه د انساني قاچاق او د وسلو او غیر قانوني نشه يي توکو سره مبارزې په برخو کې د ګډون کوونکو ترمنځ د همکارۍ په پراخیدو هم ټینګار شوی دی.

په غونډه کې ټینګار شوی چې یو باثباته، د اقتصادي پلوه په ځان بسیا او سوله ییز افغانستان هدف یوازې هغه وخت ترلاسه کېدی شي چې د ښځو او نجونو په ګډون ټول افغانان د قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون وکولی شي، چې په بشپړ، مساوي او معنادار ډول د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

همداشان په دغه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د یو ټولشموله بهیر لپاره د ډیالوګ د اړتیا یادونه شوې او د حساب ورکوونکو حکومتي ادارو د جوړیدو په اړتیا ټینګار شوی دی.

همداشان په دغه ګډه اعلامیه کې د ملګروملتونو د عمومي منشي د هڅو ستاینه شوې، چې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې استازو ته د بحث لپاره زمینه برابروي.

په دې اعلامیه کې افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په دوام او ټولو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په اړتیا باندې هم ټینګار شوی دی.

په دغه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو په کرکیله کې د پام وړ کمیدلو هرکلی شوی دی. خو په افغانستان کې د اپینو قاچاق او د مصنوعي نشه یي توکو په تولید اندیښنه ښودل شوې ده.