والش: ولسمشر ټرمپ له افغانستان نه وتلو ته ډیر لیوال دی

جان والش د امریکا د سولی په انستیتیوت کې د افغانستان د حکومت د سولی په پلان کې خاص تخصص لري. نوموړی تردې پخوا لس کاله دیپلومات و او دافغانستان په چارو کې ژوره مطالعه لري او څېرنه کوي.

"..ښايي ا مریکا د جمهوري ریاست دا نتخاباتو په جوش کې له افغانستان نه په یو اړخیز ډول ووزي" دامریکا د سولی دانستیتیوت څیړونکی جان والش وايي "...دادې ټولو ته واضح وي چی ولسمشر ټرمپ له افغانستان نه په وتلو کې ډیره دلچسپی لري".

دامریکا د سولی د دانستیتیوت متخصص او څېړونکی جان والش وايی د ولسمشر ټرمپ اداره کولی شي په یوطرفه ډول له افغانستان څخه ووزي، له همدې امله د سولی لپاره په یوه روغه جوړه کې بیړه پکارده. والش فکر کوي چی په افغانستان کې دامریکا اهداف

لکه دترهگرۍ له منځه وړل، د دموکراسئ تقویه کول، او د تیرو اتلوکلونونورې لاسته راوړنی د مذاکراتو له لارې حاصل او خوندي پاتې کېدلی شي.

جان والش دامریکا غږ سره په ځانگړې مرکه کې داهم وویل چی که ښه وی او که بده د امریکا ددواړو گوندونو مشران د جگړې د پای او امریکا د راوتلو پلوي کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا اهداف

جان والش: زه فکر کوم چی د ټرمپ ادارې پاکستان ته دا واضح کړله چې پاکستان له امریکا سره د خپلو اړیکو د ترمیم لپاره کولی شي چی د سولی له بهیر سره مرسته وکړي. ما دا ولیدل چې د طالبانو پنځه یا شپږ تنه معتبر مشران په دوحه کې د سولېخبرې پرمخ بیايی او دا ټول په پاکستان کې اوسېدل ، نو په دې توگه یوازې ملابرادر نه و. زه په دې هم نپوهېږم چې که پاکستان دې خلکو ته د سفر اجازه نه وای ورکړې، داکار به څنگه ممکن شوی وای.

جــان والــش د امریکا د سولې انستیتیوت څیړونکی وايي که چېرې امریکا په یوطرفه ډولی له کومې معاملی نه پرته له افغانستان څخه ووزي نو اول خو داده چی زه نپوهېږم دا جگړه به څوک وگټي. خو زه په دې باور هم یم چی دافغاانستان پوځ او پولیس تر پخوا ډیر قوی دي خو ډیره سخته جگړه به وي.

زه داهم وایم چی تشدد به بیخی ډیر زیات شی. په ا وله کې ښايی طالبان یوڅه سېمی هم بیا ونیسی.

زما په نظر د قدرت شراکت، او ٢٠٠١ کال راهیسی په افغانستان کې دمهمو لاسته راوړنو خوندي ساتل، به د مسوو لانه سولې شرایط وی. زما په نظر دغه راز یوه سیاسی معامله امکان لری خو پکارده بیړه پکې وشی.

زه فکر کوم چې ریښتونی او مهم شرایط دادی چی طالبان دافغانستان له حکومت سره سمدلاسه مذاکرات پېل کاندی.