د چار شنبې ورځ د اپریل ١٥ مه نیټه په امریکا کې د کلنیو عایدو په سر د ټکس لپاره د فورمو جمع کولو وروستی ورځ ده. په دې ورځ په ډېرې بېړې او اندېښنې سره خلک اوږدې فورمې ډکوي، او کیدای شې د امریکا حکومت ته هغه ټیکس هم ورکړي چې دوي ته پاتې وي. خو د ډېرو لپاره بیا دا بده ورځ نه وي،
له اوږدو فورمو سره سره امریکایان هر کال له حکومت نه درې سوه ملیارده ډالر بېرته اخلي. د اپریل تر درېیمې نیټې پورې د امریکا د مالیې ادارې یا (ای ار ایس) ٩٩ ملیونه د ټیکس فورمې ترلاسه کړې دي. چې په کې اته اویا سلنه د ټیکس د بېرته اخیستو حقداره گڼل شوي دي.
د ټېکس د کال په اخر کې (ای ار ایس) تمه لري چې یو سل پنځوس ملیارده ډالر بېرته خلکو ته ورکړي.
Your browser doesn’t support HTML5