اوباما وايي په برما کې راغلي اصلاحات کافي نه دي

اوباما وویل د امریکا متحده ایالات په برما کې د مذهبي اقلیتونو وضعیت څاري .

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په برما کې خبردرای ورکړی چې په دې هیواد کې شوي اصلاحات په هیڅ مانا بشپړ نه دي او نه هم په شاه کیدای شي.

د امریکا غږ خبریال لویز رمریز چې د ښاغلي اوباما سره په دې سفر کې دی، د برما د یانګون د ښار نه یې راپور رالیږلی او عاشق الله رحیمزوی پښتو کړی دی.

د یانګون په ښار کې ولسمشر بارک اوباما د حکومت د سیاسې مخالف ګوند د مشرې میرمن انګ سان سوچي سره وکتل چې د نوبل د سولې جایزه یې ګټلې او په برما کې د پوځي واکمنۍ پر وخت څو کاله نظر بنده وه.

ښاغلي اوباما د انګ سان سوچي سره په هماغه کور کې وکتل چې دا په کې نظر بنده وه،وروسته دواړو خبرې کنفرانس ورکړ.

ښاغلي اوباما د هغه خبرداري یادونه وکړه چې هغه د برما ولسمشر تین شین ته ورکړی و.

" واضح خبره ده چې لا هم ډیر کار پاتې دی او سختې لارې چارې په مخکې دي.

د اصلاحاتو پروسه په هیڅ مانا بشپړه شوې نده او نه هم شوي اصلاحات ختمېدی شي. د ډېو خلکو لپاره پرمختګ په چټکه توګه نه دی راغلی او یا په پراخه توګه نه دی خپور شوی. "

ولسمشر بارک اوباما د برما د اساسي قانون په هغې مادې هم انتقاد وکړ چې له مخې یې میرمن آنګ سان سوچي نه شي کولې چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي ځکه چې د هغې ماشومان د برتانیا تابعیت لري.

اوباما همدارنګه په برما کې د روهینګیا د مسلمانانو سره د دغه هیواد د چال چلند په اړه د امریکا اندېښې څرګندې کړلې.اکثره دغه مسلمانان په برما کې د تابعیت د اخیستو حق نه لري او کله چې په ۲۰۱۲ کال کې د رخیني په ایالت کې د مسلمانانو او بودایانو تر منځ شخړې وشوې، په زرګونه مسلمانان کډه کېدو ته مجبوره شول چې اکثره یې اوس هم په کمپونو کې ژوند کوي او وضعیت یې ډېر خراب دی.

د روهینګیا د مسلمانانو موضوع په برما کې په سیاسي لحاظ یوه حساسه موضوع ده ځکه چې ددې هېواد اکثریت بودایان دي، په خپله په میرمن سوچي باندې هم دا انتقاد کیږي چې د روهینګیا د مسلمانانو د تابعیت د حق لرلو په اړه چوپه خوله پاتې ده.

کله چې په خبري کنفرانس کې د همدې موضوع په اړه د هغې نه یوه امریکایي خبریال پوښتنه وکړه، هغې داسې ځواب ورکړ.

" که زما نه وپوښتﺉ چې په ټولنې کې د بېلا بېلو قومي ډلو تر منځ د تشدد ټولې ستونزې څنګه حل کوو، نو زما ځواب د قانون تطبیق دی. خلک باید د یو بل سره د خبرو د پیل کولو نه وړاندې د مصونیت احساس وکړي. د امنیت پرته ستونزې نه شي حل کیدلی. هغه خلک چې ځان په خطر کې ویني، د ستونزو د حل کولو لپاره د یو بل سره خبرو ته نه کښیني. "

ولسمشر بارک اوباما همدارنګه وویل په دې خاطر چې په برما کې په بشپړه توګه دیموکراسي وي، نو پکار ده چې په سیاسي پروسې کې د ټولو غږ واورېدل شي.

اوباما وویل د امریکا متحده ایالات په برما کې د مذهبي اقلیتونو وضعیت څاري .

" زه په دې کلک باور لرم چې هر مشروع حکومت باید د قانون د تطبیق پر اساس ولاړ وي او دا ومني چې د قانون له مخې ټول ولس مساوي حقوق لري. زه فکر کوم چې د روهینګیا او یا نورو اقلیتونو سره تبعیض به برما هغه شان هېواد نه کړي چې دغه هېواد غواړي په اوږدمهاله کې جوړ شي. "

دا دویم ځل دی چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما برما ته سفر کوي، هغه په ۲۰۱۲ کال کې هم برما ته وروسته له هغه لاړ چې دوه کاله وړاندې په کې د پنځوسو کالونو پوځي واکمنۍ وروسته انتخابات وشول.