هیلري‌ کلنټن، هغه ښځه چې په امریکا کې یې تاریخ جوړ کړ

هیلري کلنټن په ۱۹۷۵م کال له بل کلنټن سره واده وکړ او اوس د چلسي کلنټن په نوم یوه لور لري

هیلري ډایان رادهام کلنټن، د ۱۹۴۷ کال د اکتوبر په۲۶ نېټه د ایلونای د شیکاګو په ښار کې زېږېدلې ده. میرمن کلنټن د امریکا د بهرنیو چارو مخکنۍ ( ۶۷مه) وزیره او د پخواني ولسمشر بل کلنټن میرمن ده.

هغه د ۲۰۱۶ کال د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند ګاندیده او د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده چې د ولسمشرۍ د څوکۍ د ګټلو لپاره به د خپل ګوند کاندیده وي.

میرمن کلنټن د ۲۰۰۸ کال په انتخاباتو کې هم د ولسمشر اوباما سیاله وه، خو د خپل ګوند غوڅ ملاتړ یې ترلاسه نشوه کړې او ناکامه شوه.

د هیلري کلنټن د رسمي ویپاڼې له مخې هغه د ۲۰۰۱م او ۲۰۰۹م کلونو ترمنځ د متحدو ایالتونو په سنا کې د نیویارک سناتوره وه. هغه د امریکا د شیکاګو په ښار کې لویه شوه او د امریکا په مشهور پوهنتون، یل، کې یې قانون ولوست.

هیلري کلنټن د امریکا په سیاست کې یوه فعاله او تجربه لرونکې څېره بلل کیږي، چې په مسلکي لحاظ قانونپوه او پروفیسره ده. هیلري په ۱۹۷۵ کال د خپل پوهنتون له یو ټولګیوال، بل کلنټن، سره واده وکړ. له واده پنځه کاله وروسته د دوی په کور کې یوه نجلۍ پېدا شوه او نوم یې پرې چلسي کلنټن کېښود.

هیلري او کلنټن همدا یوه لور لري، چې هغې هم واده کړی او د خپلې مور په انتخاباتي کمپاین کې منډې ترړې وهي. که هیلري کلنټن انتخابات وګټي، د امریکا په تاریخ کې به لومړنۍ رئیس جمهوره وي.