امریکا او روسیه هڅه کوي چې الوتکې یې و نه جنګیږي

د دواړو هېوادونو چارواکي به دې هم غږیږي چې د امریکايي او روسي الوتکو ترمنځ په هوا کې څومره واټن موجود وي.

روسیه او امریکا غواړي په سوریې کې د بمبارۍ پرمهال په هوا کې د دواړو هېوادونو د الوتکو د ټکر د مخنیوي لپاره خبرې بیا پیل کړي.

په خبرو کې ښایي په دې هم بحث وشي چې د امریکايي او روسي الوتکو ترمنځ په هوا کې څومره واټن موجود وي او پیلوټان له یوبل سره د مفاهمې لپاره په کومه ژبه خبرې وکړي.

له بلو پلوه، د اوباما اداره د اسلامي دولت له ډلې سره د مقابلې لپاره د سوریې د یاغیانو د روزلو پروګرام دروي او پرځای یې د یاغیانو د ټاکل شویو مشرانو او ګروپونو د تجهیزولو ستراتیژۍ ته مخه کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشټن کارتر د جمعې په ورځ په لندن کې له خپل برطانوي سیال مایکل فالن سره په یوه خبري غونډه کې وویل په سوریې کې د اسلامي دولت ډلې پرضد جنګ د امریکا د ستراتیژۍ مهمه برخه جوړوي.

ښاغلي کارتر وویل "په سوریې کې د ځواکونو د روزنې د لومړیو هڅو په برخه کې راضی نه وم په همدې خاطر د عین ستراتیژیک مقصد د ترلاسه کولو لپاره بیلابیلې لارې چارې لټوو چې یوه سمه لاره پیداکړو څو په سیمه کې موجودو ځواکونو ته وړتیا ورکړي چې د اسلامي دولت ډلې څخه سیمې بیرته ونیسي او د سوریې خاوره له افراطیت څخه بیرته ونیسي".

کارتر وویل کوم کار چې امریکا د سوریې په شمال کې له کردانو سره کړی د یوه اغیزمن پروګرام یوه بیلګه کیدلی شي. "

دا یې یوه سمه بیلګه کیدای شي چې مونږ غواړو په راتلونکي کې یې د سوریې په نورو برخو کې له نورو ډلو سره تعقیب کړو او داهغه څه دي چې د ولسمشر د پلان مرکزي برخه جوړوي. "

پنټاګان هم د سوري یاغیانو د روزلو په لومړي پروګرام کې د نیمګړتیاوو شتون تائید کړ.

دولتي ځواکونو البحصه ونیوله

له بلې خوا، د روسیې د دولتي تلویزیون د رپوټ پر اساس د سوریې عسکرو د حما په ولایت کې د البحصه سیمه د اسلامي دولت له ډلې څخه ونیوله.

د روسیې دولتي تلویزیون رپوت ورکوي کله چې دولتي عسکر البحصه ته ننوتل د ۴۰ کسانو مړي یې وموندل.

سمیر سلیمان د سوریې د پوځ د سیاسي دفتر مشر دی " ترهګرو هڅه وکړه چې ښار ته زمونږ د عسکرو د ننوتو مخه ونیسي خو مونږ ښار آزاد کړ. او خپل نظامی پلان ته دوام ورکوو"

د روسیې د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال په مسکوکې وویل روسي الوتکو په سوریه کې په ۶۰ هدفونو بمباري وکړه.

د روسیې د وسله والو ځواکونو د لوی درستیر مرستیال ایګور مکوشیف وايي"زموږ پرمختللیو الوتکو د ترهګرو په شپیتو اهدافو بمباري وکړه. د قوماندې مرکزونه، د مخابراتو مرکزونه، د مهماتو او روغنیاتو ډیپوګانې، او د ترهګرو د روزنې کمپونه ېې په الرقه، اللاذقیه، ادلیب، حما او حلب کې بمباري کړل."

ویل کیږي چې د حما ولایت د اګست له میاشتې را په دیخوا د اسلامي دولټ ډلې په کنترول کې و.