د ملګرو ملتونو د مرستې رسونې مسولین وايي، چې د ژمي په رارسېدو سره یې په ولایتونو کې اړمنو افغانانو ته د خوراکي توکو او نقدو پیسو د مرستو انتقالول پیل کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) یو چارواکي زلاتان ملیسیک ویلي، چې دا مرستې به سلګونه زره اړمنو افغانانو سره وشي.
هغه په یو ټویټ کې لیکلي: "د خوړو نړیوال پروګرام د ۱۲زره او ۵۰۰ ټُنه خوراکي موادو او ۲۴۰ میلیونه افغانیو انتقال پیل کړی دی".
As winter is approaching, @WFP has already started delivering more than 12.5K metric tons of food and AFN 240M (over US$3M) for cash transfers. “Enough for more than 720K people in need to go through the harsh winter” across #🇦🇫. Thanks to generous contributions from all donors. pic.twitter.com/LikX4i6mCP
— Zlatan Milišić (@ZMilisic) November 13, 2019
د ښاغلي ملیسیک پر وینا، دغه خوراکي مواد او نقدې پیسې به د ژمي د سخت موسم په تېرولو کې له څه باندې ۷۲۰زره اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس د روان کال له پیل څخه تر اوسه د جګړې له املهدبېځایه شويو او دغه راز د بېرته راستنېدونکو افغانانو شمېر ۱.۱ میلیونو ته رسیږي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې په دغو افغانانو کې څه باندې ۶۰۰ زره یې د جګړو او طبیعي پېښو له امله بېځایه شوي دي، چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د هند د غنمو مرسته
په کابل کې د هند سفیر وني کُمار د افغانستان د کرنې له وزیر نصیراحمد دراني سره په لیدنه کې د هند د غنمو د لومړنۍ جوپې خبر ورکړی، چې ژر به د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ورسېږي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي امریکا غږ ته وویل، چې سږکال هند له افغانستان سره د ۷۵زره ټُنه غنمو د مرستې ژمنه کړې ده.
هغه زیاته کړه: "دا غنم به په اړمنو او هغو کسانو وویشل شي، چې له طبیعي پېښو څخه یې زیان لیدلی دی".
تیر کال هند ۱۰۰زره ټُنه غنم له افغانستان سره مرسته کړې وه، چې د ښاغلي رستمي پر وینا، د دغو مرستو لویه برخه پر وچکالۍ ځپلو ویشل شوې ده.