کفیل قربان د «تکتو کتابکور» بنسټګر دی. د هغه په خبره، په کویټه کې د افغان لیکوالانو د کتابونو نشتوالي ته په کتو هغه د کویټې او شاوخوا سیمې د پښتنو لپاره د دغه کتابکور بنسټ ایښی چې د سیمې خلک په اسانه کولای شي ددغو لیکوالانو کتابونه پکې ترلاسه کړي. نور حال له کویټې څخه د سالمین خپلواک په راپور کې:
د کویټې په «سره غوړګۍ» سیمه کې ځایي اوسېدونکي وایي چې په سیمه کې یې غیرفعاله دولتي ادارې د مدني فعالیت له لارې بېرته فعاله کړې دي. دا چې د ټولنې په پرمختګ کې مدني فعالیت څومره ګټور وي، سالمین خپلواک پرې له کویټې څخه دا راپور رالېږلی.
د بلوچستان د سیف الله کلا په سیمه کې د اګست پر ۲۶مه، ځوانانو د جاپاني ډاکتر او خیریه کارکوونکي ټیټسو ناکامورا په یاد چې په افغانستان کې یې څو لسیزې خدمت کړې و، د نیالګو کېنولو اشر ترسره کړ. په دې اشر کې سیاستوالې وړانګې لوڼۍ هم ګډون درلود.
احمد بن سکینه د بلوچستان د آواران سیمې اوسېدونکی دی. هغه یو انځورګر دی او په مسلکي توګه یې د کتک نڅا زده کړې. هغه غواړي د هنر له لارې په ټولنه کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه وکړي. دا چې هغه ولې د مور نوم له خپل نامه سره لیکي او نور کوم هنري فعالیتونه لري، سالمین خپلواک پرې راپور جوړ کړی.
بلوچستان کې له افغانستان سره پولې ته څېرمه د قلعه عبدالله اوسېدونکی ۱۱ کلن عباده خان د کرکټ تمرین لپاره د میاشتې څلور ځله کویټې ته سفر کوي. د عباده خان په خبره، په قلعه عبدالله کې د لوبغالو د نشتوالي له کبله هغه د میاشتې تر شاوخوا۴۸۰ کیلو میټره سفر کولو ته اړ کیږي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د کویټې پر جناح سړک "نشاط راډیو مرکز" مالک امتیاز احمد وایي چې په ۱۹۲۸ کې یې په ړومبي ځل د بلوچستان وګړو ته رادیو وروپېژندله. امتیاز زیاتوي چې د پاکستان تر جوړېدو دمخه یاد مرکز د خان شهید په ګډون د پښتونخوا د مخورو سیاتوالو د ناستې ځای هم پاتې شوی. سالمین خپلواک - امریکا غږ
په کویټه کې د «Women Expo» تر نوم لاندې د ښځینه متشبثینو لخوا د لاسي صنایعو او توکیو نندارتون جوړ شوی و چې پکې ګډون کوونکو په افغانستان کې پر میرمنو لږیدلي بندیزونه وغندل او د هیواد په وضعیت یې خپګان څرګند کړ. سالمین خپلواک - امریکاغږ
حمید الله سیال په ۲۰۰۷ کې په یوه پېښه که د سترګو دید وبایله خو وایي همت یې ندی بایللی. د نابیناوو لپاره د حقونو فعالیت ترڅنګ هغه موسیقي غږوي او په پښتو ژبه او ادبیاتو کې لوړې زده کړې هم کوي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پرې راپور رالېږلی.
د کویټې اوسیدونکې زهرا افضل د نجونو د لا پياړوتيا په موخه په خپل زیار سره نجونو لپاره د فوټبال اکاډمي پرانستې چې پکې د ځایي اوسیدونکو سربیره افغان کډوالې هم روزنه تر لاسه کوي. سالمين خپلواک پرې راپور لري.
د کویټې ۲۸ کلن سید عبدالوحید څو کاله وړاندې د متحده عربی اماراتو په دوبۍ کې مزدوري کوله چې هلته یې د 'ايټالین' پیزا کار خوند ورکړ او کله چې هغه کويټې ته راغی د پیزا کاروبار یې پېل کړ. هغه خوشاله دی چې نه یوازې د آزاد کاروبار څښتن دی، بلکې د کویټې خلک یې د رستورانټ پیزا ډېره خوښوي. سالمین خپلواک
د کويټې په "جناح ټاون" کې يو ځوان د بهرني خوراک "وافلز" پلورل پېل کړي. هغه خوشاله دی چې پدغه پښتون میشته سیمه کې هم د وافلز په شان بهرني خوراک سره د خلکو مینه شته او ځینې دایمي مشتریان یې هم موندلي. سالمین خپلواک پرې ویډیو جوړه کړې.
د بلوچستان پښتون میشته سیمه زیارت د سیلانیانو لپاره له عصري سهولتونو سره سمه جوړېږي. د «زیارت ماسټر پلان» پروژې مرستیال رئیس هیله من دی چې له دې پروژې سره به د ځایي خلکو اقتصاد پیاوړیاو د عصري ژوند ګڼ شمېر سهولتونه به رامنځته شي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
په پېښور کې مېشت افغان کډوال ناصر وایي اروپا ته د تللو پر لار په ترکیې کې نیول شوی او ادعا کوي چې ورسره ناسم چلند شوی دی. ناصر وایي د انساني قاچاقبرانو د چل او فریب له امله د ترکیې پر پوله د کډوالو په یو کمپ کې د دوو میاشتو بند په موده کې له فزیکي تاوتریخوالي سره هم مخامخ شوی دی.
په کویټې کې یو ځوان د خپلې ورزشي اکاډمۍ له لارې د سیمې ځوانانو ته د "پارکور سپورټ" روزنه ورکوي. نوموړی وایي چې ډېر افغان کډوال د رواني او بدني روغتیا په موخه له هغه څخه د پارکور ورزش زده کړه کوي. پارکور د فزیکي روزنې یوه طریقه ده چې د بدني او رواني ستونزو پر وړاندې د یو شخص وړتیا ته وده ورکوي.
د پښین په «سرانان زاړه کمپ» کې د اوسیدونکو د شمیر په پرتله د ښوونځیو کمښت ته په کتو سره ددې کمپ یو ځوان اوسیدونکی اسدالله د افغاني ټولنې د پرمختګ په هیله کډوالو ماشومانو ته وړیا زده کړې ورکوي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک ورسره په شته امکاناتو او ستونزو راپور چمتو کړی.
د بلوچستان پوهنتون د محصليونو دغه ډله بې وزله خلکو ته په وړيا توګه کتابونه د هغوی تر کوره رسوي. دغه ځوانان په کويټه کې په خپل جېب خرڅ د "ريډرز کلب" په نامه کتابتون څخه دغه خدمت ترسره کوي. د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک پرې راپور رالېږلی.
د بلوڅانو دودیزې څپلۍ په سیمه کې خورا مینوال لري. ددغه څپلیو یو پلورنکی وایي چې دغه دودیزې څپلۍ کویټه ته راغلي سیلانیان یې ډېرې خوښوي او ډېرو خلکو لپاره د کاروبار ښه وسیله ده. سالمین خپلواک- د امریکاغږ
په کویټې کې د ۱۹ کلن علي ګوهر داستان، چې په ماشومتوب کې برق نیولی و او بیا یې لاسونه پرې شول. ده حوصله ونه بایلله او اوس نقاش دی.د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک ورسره خبرې کړي
په کویټې کې میشت افغان کډوال حکمت الله چې د بې وزلۍ له کبله له لوړو زده کړو څخه بې برخې پاتې شوی، هوډ یې کړی چې خپله پوهه نورو بې وزلو افغانانو ته انتقال کړي. هغه اوس په خپل کور کې هغو افغانانو ته وړیا زده کړې ورکوي چې په سختو مزدوریو بوخت دي. سالمین خپلواک - د امریکا غږ
ټولنیزې رسنۍ ښایي یو شمیر ځوانانو ته د کار او نفقې ګټلو زمینه برابر کړي وي، خو د افغانستان او کوزې پښتونخوا ډېرو ځوانانو لا تر اوسه له دغو رسنیو څځه پوره اقتصادي ګټي نه دي ترلاسه کړي.
نور پورته کول