د ډاکټرانو په وينا، په بلوچستان کې د مدرسو په ماشومانو کې د دید (نظر) ستونزه چې Pseudomyopia ورته ویل کیږي، زياته شوی ده. علت يې د اوږدو شیبو لپاره له نږدې څخه کتاب لوستل دي. د راپورونو له مخې، د مدرسې د ماشومانو تر څنګ په هغو ماشومانو کې هم دا ستونزه راپور شوې کوم چې موبايل ډیر کاروي.
د کوتې اوسیدونکې، اتلس کلنې حسينه همتي اته کاله ښوونځي ته لس کلو میټره پلی مزل کړی او زیاتوي چې کله نا کله به یې د هلکانو جامې په تن کړې او په بایسکل به ښوونځي ته روانه شوه.هغه چې څلور ورځې وړاندې له ښوونځي څخه فارغه شوې وایي ارمان یې درلود چې کابل ته به ځي او هلته به په ژوناليزم کې لوړې زده کړې کوي
افغان کډوالو پاکستان ته کډه کیدو سره له ځان سره يو شمېر هنرونه راوړل چې يو پکې په لاس ګنډلې جامې "پوخ کار" دی. د دغو جامو پلورونکي وايي دغه کار په پاکستان او بهر هيوادونو کې خورا خوښېږي خو بهر ته د دغو توکیو د لېږلو بندوبست نه شتون له کبله په پاکستان کې په ارزانه پلورل کېږي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
په کويټه کې د احمد شاه بابا عالي لیسې څخه د یو شمېر زده کوونکو فراغتغونډې کې د طالبانو د پوهنې وزارت اتشې، نورالله نعمان هم ګډون درلود. هغه له امریکا غږ سره په خبرو کې د نجونو او هلکانو فراغت باندې خوشالي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی چې د نجونو زده کړو لپاره د یو میکانیزم جوړېدو چارې به ژر بشپړې شي.
دانش خان بريال د بلوچستان قلعه سيف الله سيمې اوسیدونکی دی. هغه په افغانستان کې د سنګتراشۍ هنر زده کړی. د هغه په وينا، د دې هنر له لارې نه يواځې خپلو ماشومانو ته ګوله ډوډۍ ګټي، بلکې په تيږو کې د "افغان ملت اتلانو" ته د درناوي په مقصد د هغوی عکسونه کاږي. سالمين خپلواک
د بلوچستان په مرکز کويټه ښار کې په لسګونو افغان کډوالو په افغانستان کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو پر ضد مظاهره وکړه. ويناوالو د ډسمبر په شلمه د طالب واکدارانو له لوري د نجونو لوړو زده کړو ځنډېدل وغندل او غوښتننه يې وکړه چې دا پرېکړه دې بېرته واخيستل شي.
د بلوچستان په لوی ښار کويټه کې يو شمېر افغان محصلينو د طالبانو لخوا د نجونو د لوړو زده کړو ځنډلو پریکړه وغندله او دا اندیښنه یې وښودله چې دغه ډول پریکړې به افغاني ټولنه تورو تيارو ته سوق کړي چې ترې بیرته راوتل به په لسیزو وخت واخلي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
د ډسمبر په شلمه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لخوا د نجونو پر لوړو زده کړو لګیدلي بندیز په غبرګون کې د نورو افغانانو ترڅنګ په بلوچستان کې هم مدني فعالانو او محصلینو مخالفت څرګند کړی. سالمین خپلواک د بلوچستان پوهنتون د محصلینو نظرونه راټول کړي.
رخسار د بلوچستان قلعه سیف الله سیمې اوسېدونکې ده. تېره اونۍ یې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو ډیر ځلې شریکه او خوښه شوې ده. د نجونو د زده کړو په ارزښت او ځانګړې توګه په افغانستان کې د طالبانو لخوا د شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر بندیز یې سالمین خپلواک سره خبرې کړي.
که څه هم چای د تاريخپوهانو په وينا افغانستان او سیمې ته له بهر څخه د وریښمو لار له لارې وارد شوی خو نن سبا د دغې سیمو اوسیدونکو او په ځانګړې توګه د پښتنو د دود او کلتور یوه مهمه برخه ګرځیدلی. سالمین خپلواک په کویټې کې د چایو یو پلورنځي ته ورغلی چې ادعا کوي شل ډوله چایونه خپلو مشتریانو ته برابرولی شي
د بلوچستان په مرکز کویټه ښار کې د ډسمبر په ۱۵ (لیندۍ ۲۴) د غیر دولتي ادارو لخوا د افغان کډوالو په ګډون د ښځینه فټبال لوبه ترسره شوه. د دې لوبې د تنظیمونکو په وینا، ددې ډول پروګرامونو موخه د «د افغان کډوالو او ځایي خلکو» ترمنځ د دوستۍ رامنځته کول او د کرکې ختمول دي.
د پښتو ژبې ژوندۍ ساتلو په موخه د بلوچستان په بیلابېلو پښتون میشتو سیمو کې د«پښتو اکاډمۍ کوټې» تر څارنې لاندې د ځوانانو په زیار سره ددې اکاډمۍ څانګې پرانستل کیږي چې په لړ کې یې دا ځل په قلعه سیف الله کې د پښتو ژبې لیک لوست او ادبیاتو زده کولو لپاره یوه څانګه پرانیستل شوه. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د سرو زرو پلورونکو په وینا په بلوچستان کې د سرو زرو اخیستنه زیات شوې چې اقتصاد پوهان یې لامل د ډالر په وړاندې د پاکستاني کلدارۍ غورځېدل بولي او ادعا کوي چې د راروان کال تر سپتمبر پورې به روپۍ نور ارزښت هم له لاسه ورکړي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د بلوچستان په کویټه ښار کې د ځوانانو لپاره د ورزشي لوبغالو د نشتوالي له کبله يو شمېر ځوانان په دښتو کې لوبې کوي. چارواکي وايي دوی هڅه کوي چې ورزشي لوبغالي جوړ کړي، خو ځوانان بیا وایي چې چارواکي سپورټ جدي نه ګڼي او ځوانان یې د نشه یي توکو کندې ته د غورځیدو له خطر سره مخ کړي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
لهړي سجي د بلوڅو د لهړي قبيلې دودیز خوراک دی چې په ټوله سيمه کې مينوال لري. د سجي پلورونکي وایي چې ښايي هر سيلاني چې د بلوچستان مرکزي ښار کوټې ته راځي نو د سجي خوړلو لپاره یوه برنامه هرومرو جوړوي. سالمين خپلواک پرې ويډيو جوړه کړې.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د خوليو پلورونکي وايي افغانستان کې د طالبانو واکمن کیدو سره په هغه هیواد کې د خولیو غوښتنه زیاته شوې خو ورسره له افغانستان څخه د خولیو د تولید ډېر کاریګر هم له هیواده وتلي. د دغې تشې ډکولو لپاره اوس مهال له پاکستان څخه افغانستان ته خولۍ صادریږي. سالمين خپلواک - امريکا غږ
په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته ډېر هنرمندان د بلوچستان کوټې ښار ته کډه شوي چې دا مهال په سخت وضعیت کې ژوند کوي. په دې نویو کډه شويو هنرمندانو کې د استاد رحیم بخش زوی انیل بخش هم دی چې د افغان هنرمندانو د کډوالۍ په سخت ژوند یې د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک سره خبرې کړي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو یو شمیر خوراکي توکي په کوربه هیواد کې هم خورا مینه وال لري ذاو د کوربه هیواد په اقتصاد یې هم مثبت اغېز کړی. پېرکی یو له دغو خوراکي توکیو څخه دی چې په سیمه کې ډیر مینه وال لري او هغو ته چې په پلور او خرڅلاو کې یې اخته دي، د عاید یوه ښه وسیله ګرځیدلې ده. سالمین خپلواک
د بلوچستان ژوب سيمې ته چې په قدرتي ښکلا مشهوره ده، له شاوخوا سيمو څخه سيلانيان راځي. د سيلګري پدې تګ راتګ کې په ځانګړې توګه له پيښور، مردان او نورو سیمو څخه راغلیو ادیبانو سره د ځايي خلکو ادبي، هنري، سياسي، ټولنیزې او شخصي اړيکې لا غوړیږي. سالمین خپلواک د همدغسې یوې میلې څخه دا ویډیو چمتو کړې.
د بلوچستان په کویټه ښار کې افغان ماشومان په ډېر کم عمر کې له خواريو ډک ژوند تیروی. اکثرو یې د ژوند د ستونزو له کبله د لوست او ښوونځي پر ځای د ډوډۍ ګټلو په خاطر خوارې مزدوري ته مخه کړې ده.
نور پورته کول