په کوټه کې ګڼ شمیر افغان ماشومان د خښتو په بټيو کې کار کوي. که څه هم د ماشومانو په مزدوري په نړيواله کچه بنديز دی خو يو پلو ته بې وزله ورځ او بل پلو ته د کډوالو دپاره د وړیا زده کړې نشتوالي له کبله دغه ماشومان مجبور دي چې تر خپل توان دروند کار ته لاس واچوي. سالمين خپلواک پرې راپور جوړ کړی
د اقليم د بدلون له بد اغیز څخه د خپلې سیمې د ژغورلو په موخه په کوټه کې دوو وروڼو د کباړ ټایرونو سوځولو په ځای، له دغو ټایرونو هنري توکي جوړول پیل کړي. دوي وایي چې دغه هنر يې د چاپېريال خوندي ساتلو په خاطر پیل کړی او په خپل نوي تخليق سره غواړي نړۍ ته یو نوی پیغام ورکړي.
کوټه کې د ۲۴ ساعته پرلپسې باران ډېری نور وګړي نن د اګست پر ۲۶مه بې کوره کړي. د ځمکنۍ لارو د بنديدو له کبله بلوچستان ايالت له نور پاکستان سره اړيکې پرې شوي. د سرچينو له مخې په ايالت کې ۴۰۰۰۰ کورونو ته زيان رسېدلی چې پکې تر ۲۲۰۰۰ پورې کورونه په بشپړ توګه له منځه تللي. سالمين خپلواک - امريکا غږ
ارواپوهان وايي چې د ټولنیزو رسنیو زیاتې کارونې لوی شمېر ځوانان په ګورم (ژورخپګان)، نارسیزم (ځان خوښونې) او انزوا اخته کړي چې په ځینو مواردو کې ان د ځان وژنې په فکرونو هم بدلیدی شي. سالمین خپلواک له یو ارواپوه سره پرې غږیدلی.
د کوټې يو پیغله انځورګره د افغانستان استقلال ورځ د شاه امان الله اوملکه ثریا طرزي په انځور کولو نمانځي. آغلې د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک ته ويلي چې يو وخت افغانان سپوږمۍ ته ختل خو نن يو ماشوم څاه ته لوېدلی وي او د ژغورلو د پاره يې هيڅ ساينس نه کارول کېږي او حتی د ماشوم ژغورل ناشونی شي.
په افغانستان کې د جمهوري نظام نسکورېدو يو کال وشو. د طالبانو واک تر لاسه کولو په پاکستان کې پر میشتو افغان کډوالو څومره اغېز کړی؟ په کوټه کې میشت یو ځوان افغان کډوال صديق افغان د امريکا غږ خبریال سالمين خپلواک سره خبرې کړي.
د نړۍ د پرمختګ لپاره ځوانانو ته په سياست او د ژوند په نورو برخو کې د پوره برخه ورکولو په موخه هر کال د اګسټ په ۱۲ د "ځوانانو نړيواله ورځ" نمانځل کېږي. سالمین خپلواک په همدې اړه د پښتونخوا نوموتي سیاستوال، عثمان کاکړ زوی؛ خوشحال کاکړ د دې ورځې په مناسبت غږولی.
کوټه کې په ۲۰۱۶م کال کې د اګست پر ۸ مه پر یوه ډله مدافع وکیلانو ځانمرګی برید شوی وو چې پکې ۵۶ وکيلان ژوبل شول. په دې خونړۍ پېښه کې ولي ازاد زیات ژوبل شوی و چې د ټپونو له کبله د مړو په نوملړ کې شامل کړل شوی و. ولي آزاد امریکا غږ ته خپله کیسه کوي چې څه ډول یې مرګ ته ماتې ورکړه. سالمین خپلواک- امریکاغږ
واک ته د طالبانو تر رسیدو يو کال وروسته هم په پاکستان کې افغان محصلين د خپل راتلونکي په هکله ځکه اندېښمن دي چې وایي په افغانستان کې ټولې مسلکي څوکۍ طالبانو نیولې دي. دوي زیاتوي چې د نجونو پر تعليم د طالبانو بنديز او د افغانستان راتلونکي په اړه اندېښنو له ذهني فشار سره مخ کړي. سالمين خپلواک -امریکاغږ
په کوټه کې اته کلنه افغان کډواله آسیه ګل زده کړه هم کوي او ورسره په سبزي پلورلو کې د خپل پلار ګل محمد مرسته هم کوي. آسیې د تعليم پر ګټو او د بېسوادۍ پر تاوانونو یې خوږې خبرې کړې دي. سالمين خپلواک - امريکا غږ
ملګري ملتونه د اګست مياشتې اوله اوونۍ په ټوله نړۍ کې «ماشوم ته د مور شيدې ورکولو» په نامه نمانځي. د متخصصينو په وينا د مور شيدې د ماشوم لپاره د ټولو ناروغيو خلاف د واکسين رول تر سره کوي او میندې له ډېرو ناروغيو ژغوري. سالمين خپلواک - امريکا غږ
د پاکستان په دولتي ښوونځيو کې افغان کډوالو ته د داخلې اجازه نه شته او د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې لخوا وړیا تعليمي ادارې يواځې په «مهاجر کمپونو» کې دي. دې سره په پاکستان کې ډیری افغان کډوال د بې وزلۍ له امله له تعليمه محروم پاتې دي. سالمین خپلواک یو له دغه کورنیو د کړاو ډک ژوند انځور کړی.
د بلوچستان ايالت په ژوب ښار کې د نشه يانو درملنې مرکز کې له درملنې وروسته یو انجینر او ښوونکي د نشه يي توکو پر ضد مبارزه پېل کړې. د مرکز مشر مولوي حميدالله وايي د نشه يانو درملنه يواځې په دوا نه بلکې په مينه او کلتوري رنګونو کېږي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
کویټه کې د احمدشاه بابا د قوماندان، عبدالعلي خان بابي لمسي ملک سمیع خان بابي له ځان سره د خپل نیکه د هغه وخت ټوپکې، د کور سامانونه او همداشان د خوراکي توکو د پخلي سامانونه تر اوسه له ځان سره په دې فکر خوندي ساتلي چې، د نوموړي په وينا «دا د لر او بر د تاریخ یو برخه ده.» سالمین خپلواک - امریکاغږ
شوکت خان په غبرګو لاسونو معيوب دی خو دغه معیوبیت هیڅکله مايوسه کړی نه دی. له کرکټ، فوټبال ، کوترو ساتلو سربیره یې د کراټو په لوبو کې زرغون کمربند هم خپل کړی. غواړي د کراټو په نړيواله سيالي کې بری ترلاسه کړي او بيا «روبوټي» لاسونه ولګوي.
د ازاد تجارت یو ځوان متخصص “قسمت شېراني” وایي چې امازون د خپلو پلورونکو په لست کې افغانستان هم شامل کړی او اوس افغانان او په ځانګړې توګه په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د ازاد تجارت له لارې په ډېره اسانۍ سره کار موندلی شي.
د بلوچستان په کوټه ښار کې د «پښتون ژغورنې غورځنګ جنوبي پښتونخوا څانګې» په کوربتوب کې «پښتون قومي جرګه» رابلل شوې وه. په دې جرګه کې له د بيلابېلو ګوندونو مشرانو، ځوانانو او ښځو ګډون درلود. سالمین خپلواک - امریکاغږ
د بلوچستان په ژوب سیمه کې د توپاني بارانونو له کبله د انګورو فصلونه تباه شوي دي. ځینو ميوه پلورونکو امريکا غږ ته وويل چې يواځې په سېليځي سیمه کې د ميوې ۴۰ پلورونکو ته د څه دپاسه ۱۱ ميليون پاکستاني روپیو زيان رسېدلی. سالمين خپلواک - امریکاغږ
په پاکستان کې اکثریت مېشت افغان کډوال له سختو مالي کړاونو سره مخامخ دي. دغه کډوال د لاس مزدورۍ وراخوا په بلې کومې برخې کې فعالیت نه لري. په داسې سختو مالي حالاتو کې افغان کډوال اختر په څه ډول تېروي؟ د سالمين خپلواک په راپور کې يې کتلی شئ.
نور پورته کول