د بلوچستان د لورلايي په غزګی کمپ کې یو شمیر افغان کډوال وايي چې د خپلو هغو عزیزانو ړنګ شوي کورونه او تړل شوې هټۍ یې ځوروي، کوم چې پدې وروستیو کې په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. سالمېن خپلواک - د امريکا غږ
د کويټې د چلتن غرونو په ګډون د سيمې شاوخوا غرونه د تیږو او شګو د تولید کارخانو د فعالیت له کبله د منځه وړل کیدو له خطر سره مخ دي. د چاپېرل ساتنې او روغتيايي متخصصينو په وینا د غرونو او بوټو وهل د کويټې په خلکو کې د يو شمېر ناروغيو عمده لامل شوی دی. بشپړ حال د سالمين خپلواک په راپور کې
د بلوچستان د لورلایي ژر کارېز کمپ اوسېدونکی ځوان هیبت الله د انځورګرۍ له لارې د خپلو اتلانو ستاینه کوي. هغه غواړي په راتلونکي کې یو مسلکي هنرمند شي او د انځورګرۍ د هنر له لارې د خپلې خاورې خدمت وکړي.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمه سنځاوۍ کې د یو شمېر دوکانونو نومونه په پښتو ژبه لیکل شوي. د یادې سیمې وګړي وایي پدې پروژې کې له یو شمېر ستونزو سره مخ شوي. دوی تور پورې کوي چې د پښتو ژبې د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ پخپله حکومت دی. نور حال د سالمین خپلواک پدې رپور کې؛
د کویټې یو ځوان وایي په لومړي ځل یې په کویټه کې د څراغونو فابریکه پرانیستې. هغه په دې کار خوشاله دی او زیاتوي چې نه یوازې یې خپل اقتصادي وضعیت ښه شوی بلکې ځینو نورو ځوانانو ته یې هم پکې د کار زمینه برابره کړې. سالمین خپلواک یې پر کار او زیار راپور رالېږلی.
د کویټې په نږدې هر سړک د افغاني برګر د پلور کراچۍ لیدل کیږي چې ګڼ مینوال لري. دغه برګر چې په «کابلي برګر» مشهور دی د پلورونکو په وینا یې دغه ښار کې ښه خرڅلاو لري او ګڼو ځوانانو لپاره د عاید یوه ښه سرچینه شوې ده.
پيارالال چې دا مهال په جیپور کې اوسیږي، وایي څلور کلن وو چې له پاکستان څخه هند ته راغلی و. پیارالال په دغه لنډ راپور کې امریکاغږ ته د خپل ژوند لنډه کیسه په کاکړۍ غاړو پیل کړې. شیلپي بترا - امریکاغږ
د اقتصاد پوهانو د څېړنو په اساس د افغانستان او کوزې پښتونخوا اقتصاد د شیدو د فارمونو په کاروبار سره پیاوړی کېدای شي. دا چې د شیدو فارم د ځوانانو پر وړاندې د بېکارۍ کچې په ټیټولو کې څومره اغیز درلودلی شي، سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
د ژوب دغه ځوانان له تېرو دریو کلونو راهیسي پر لوړو غرونو خېژي. دوی نه یواځې د پښتونخوا ځوانان دې لوبې ته هڅوي بلکې له دې لارې د خپلې سیمې ګرځندوی ته هم وده ورکول غواړي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک ورسره غره ته ختلی او پر دوی یې راپور چمتو کړی.
په کویټه کې اوس هم ځینې خلک د مشغولتیاپه موخه د لیندۍ ویشتلو لپاره د غونډیو سرونو ته ځي او کرۍ ورځ هلته له ملګرو سره تیروي. سالمین خپلواک له دغسې یوې ډلې لنډه ویډیو چمتو کړې چې پکې ځینې د لیندۍ وار کوي او ځينې یې د غلېل له لارې غشی ولي.
په کویټه کې یو شمېر ځايي هنرمندان د خپل بد اقتصادي وضعیت له امله د 'پرېس کلب' مخې ته د احتجاج په توګه راټول شوي وو. دوی د اطلاعاتو او کلتور ایالتي ادارې څخه غوښتنه وکړه چې هنرمندانو ته دې د کاروبار زمینه برابره کړي. سالمین خپلواک- د امریکاغږ
په کويټه کې یو ځایي هنرمند خپلو زده کوونکو ته په وړیا توګه له خټو څخه د هنري اثارو جوړول ور زده کوي. ځینې نویو زده کوونکو، چې له خبرو کولو یې ډډه کوله، په لومړي ځل کلتوري او هنري اثار جوړ کړي چې یو له هغو څخه د بامیانو بودا ته ورته اثر و. سالمین خپلواک پرې دغه لنډه ویډیو رالېږلې.
د ژبپوهانو په وینا، په تعلیمي نصاب کې د پښتو ژبې د نشتوالي له کبله په کوزې پښتونخوا کې د پښتو ژبې ځینې ځانګړي غږونه او شمېرو تلفظ مخ په ورکېدو دي. سالمین خپلواک له شمیم کاکړ سره غږیدلی چې په خپل تعلیمي مرکز کې د دغې ژبې د ژوندۍ ساتلو هڅې کوي.
د بلوچستان د پښتون میشته سیمې ژوب اوسېدونکی صادق شېراني نابینا دی خو د ورځني لګښت برابرولو لپاره یې د برېښنا د تخنیک دندې ته دانګلي دي. هغه وایي، که څه هم کار یې خطرناکه دی خو بل ته تر لاس غځولو ډېر ښه دی. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک یې پر زیار راپور رالېږلی.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د ژوب په سیمه کې د یو شخصي ښوونځي مالک د ژمي درې میاشتې د بې وزلو ماشومانو لپاره د وړیا زده کړو اعلان کړی. هغه وایي د زده کړو بهیر مخ په وړاندې وړلو لپاره به هر کال بې وزلو ماشومانو ته وړیا زده کړې ورکوي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
د بلوچستان د پښتون میشته سیمې لورلایي اوسېدونکی معیوب ځوان چې بل چا ته د لاس نیولو پر ځای یې مزدوري غوره بللې، پر خلکو او پر روغتیایي چارواکو غږ کوي چې د پولیو (ګوزڼ) مخنیوي لپاره دې د پولیو واکسین څاڅکي پر وخت ماشومانو ته ورکوي.
د بلوچستان په قلعه سیف الله سیمه کې یو ځایي اوسېدونکي د بېکارۍ ورکولو په موخه د چرګو د هګیو فارم جوړ کړی. هغه پر خپله دغه بریالۍ تجربې خوشاله دی او د سیمې پر ځوانانو غږ کوي چې د بېکارۍ پر وړاندې د مبارزې په خاطر دې د هګیو فارمونه پرانیزې چې په خبره یې، ښه اقتصادي ګټې ترې لاسته کېدای شي.
د بلوچستان په لورلایي پوهنتون کې پښتانه محصلین وایي چې هغوی په ټولګيو کې له لېکچر وروسته چې 'عموما په انګلیسي او اردو' ژبو وي، هغه بیا په خپلو منځونو کې په پښتو ژبه تکراروي، ترڅو په ښه توګه ورباندې پوه شي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک په مورنۍ ژبو کې د زده کړو په ارزښت دغه رپوټ رالیږلی دی.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمه 'قلعه سیف الله' کې یو شمېر ځایي کروندګر وایي چې افغانستان ته د افغان کډوالو په جبري ستنولو سره د هغوی کار سخت اغېزمن شوی. کروندګر وايي، چې ځايي خلک د افغان کډوالو په څیر د کرهنې او کروندې په چارو کې د پام وړ تجربه نلري. سالمین خپلواک - د امریکاغږ
د چمن پرلت والو د نومبر له شلمې د چمن او سپین بولدک لویه لاره د هر ډول کاروباري او تجارتي لاریو پر وړاندې تړلې ده. پر دغې لویې لارې د بند پاتې لاریو چلوونکي وایي چې د خوراک او څښاک لګښت ورسره خلاص شوی دی. نور حال د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک په راپور کې:
نور پورته کول