د کورنیو چارو وزارت وایي،د هلمند د سنګین په روانو جګړو کې یې تیره شپه د ملاناصر په نوم د طالبانو یو قوماندان د۵۰ نورو وسله والو سره وژلی.
د هلمند ولایتي چارواکي وایي، لا هم د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
اجرائیه رئیس، وایي د هلمند د حالاتو د سمون لپاره یې د امنیتي چارواکو سره خبرې کړي او ژر به ددغه ولایت په امنیتي وضعیت کې بدلون راشي.
په هلمند کې چارواکي وایي، د یوې سختې جګړې وروسته یې تیره شپه د خانشین سرحدي ولسوالۍ بیرته له طالبانو څخه نیولې ده.
چارواکي وایي د هلمند د واشیر په ولسوالۍ کې افغان ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ د ولسوالۍ د مرکز په دوه کیلو مترۍ کې جګړه روانه ده.
د هلمند روغتیایي چارواکي وایي، د نهرسراج په ولسوالۍ کې یوه شپږ نیم کلنه نجلې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې.
چارواکي وایي، تیرورځ ناپیژندو وسله والو په کندهارکې په یوجومات کې یو قومي مشرچې په هندوستان کې د افغانستان د سفیر ورور وو په ډزو وژلی.
جنرال عبدالرازق وایي د کندهار پر هوایي ډگر بریدکوونکو وسلې له هغو کسانو ترلاسه کړي چې پخوا یې د هوایي ډگر په امنیتي کمپنۍ کې کار کاوه.
په کندهار کې د پوليسو پر یوه مرکز د تیرې شپې په ځانمرګي برید کې درې پوليس وژل شوي او د ملي امنیت یو کار کوونکی او یو پولیس ټپیان شوي.
چارواکي وایي د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ د هلمند د خانشین په ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده.
افغان امنیتي چاروکي وايي د کابل کندهار د لويې لارې د امنیت لپاره یې د پولیسو نوي تشکیلات منظور کړي او ژر به يې ځای پر ځای کړي.
اروپا ته د رسېدو په نیت په سیند کې ډوبه شوې کورنۍ په کندهار کې خاورو ته وسپارل شوه؛ خو دوه ماشومان يې لا ورک دي.
د زابل ولایتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې لس برمته شوي مسافر د کوچیانو او هزارګانو د یوې ډلې ترمنځ د یوې ستونزې له امله برمته شوي.
د زابل د کوچیانو واکسیناتور وايي کوچیان لاهم د واکسین مخالفت کوي او نه پوهیږي چي واکسین يې د ماشومانو لپاره څومره ارزښت لري .
چارواکي وایي چې تیره ورځ په زابل کې د برمته شوو ۱۷مسافرو د خلاصون لپاره عملیات پیل شوي خو تراوسه لا د برمته شوو مسافرو څرک نه دی لیګیدلی.
په زابل کې چارواکي وایي نن سهار بیا مخ پټو وسله والو ددغه ولایت مرکز سره نږدې د کابل کندهار له لویې لارې څخه نږدې اولس مسافر تښتولي.
چارواکي وایي،نن د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ کې د ملي اردو په یو مرکز په یوه ډله ایز برید کې ۵ ځانمرګي بریدکوونکي او د ملي اردو یو سرتیری وژل شوي.
د هلمند د سنګین په ولسوالۍ ۶۵ افغان سرتیري له طالبانو سره یو ځای شوي، خو ویل کیږي چې ولسوالۍ د افغان ځواکونو په لاس کې ده .
غزني کې چارواکي وایي، اته هزاره مسافر چې نږدې نهه میاشتې وړاندې د داعش ډلې زابل ته تښتولي وو، خوشې شوي اونن خپلو کورونو ته رسیدلي.
زابل کې سیمه ایز چارواکي وایي چې طالبانو د داعش هغه اته وسله وال په دار ځړولي چې تیره ورځ یې د اوو هزاره مسافرو څخه سرونه پرې کړي وو.
نور پورته کول