د پکتيکا ولايت د خيرکوټ په ولسوالۍ کې په يوه جومات کې تېر ماښام د لمانځه پر مهال پر محلي پوليسو چاودنه شوې، درې يې وژل او يو يې ټپي کړی دی.
په اروزگان کې د استرالیا د پوځي ماموریت پای پرون د دغه هیواد صدراعظم ټوني اېبټ روزگان ته د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې اعلان کړ.
په کندهار کې د یوه داخلي برید له کبله د سیمه ييزو پولیسو دیوه قومندان په ګډون ۳ تنه سیمه اییز پولیس وژل شوي دي.
د کندهارد ولایت د پنجوایي په ولسوالۍ کې څلور تنه ځانمرګي برید کونکې پرته له دې چې بل چاته زیان ورسوی پخپله وژل وشوي دي.
د هلمند د واشیر ولسوالۍ د شوراب میدان په سیمه کې دچارشنبي په ورځ په یو ځانمرګه برید کې څلورتنه ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.
د زابل د امنېت آمر سمونوال جیلاني فراهي وویل په زابل کې ېوه افغان عسکر پر نړېوالو عسکرو د برېد په ترڅ کې یو بهرنی عسکر وژلی دی
د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وايي چې د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د ملکي حکومتدارۍ ضعف نا امني رامنځ ته کړې ده.
د سه شنبي د ورځې په پېښه کې اوه تنه چې پنځه یې د هلمند د یوې کورنۍ غړي دي، وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي دي.
سیمه ییزو ولسي مشرانو د شنبې په ورځ دا تایید کړه چې چې د ولسي جرګې غړې فريبا احمدي د وسله والو طالبانو له بند څخه آزاده شوه.
د خرابو پوځي موټرو قاچاق افغانانو ته د ١٩٩٠ لسیزه ور یادوي کله چي د روسانو ترماتې وروسته ټول نظامي وسایل پاکستان ته قاچاق شول.
په کندهارکې په یو ځان وژونکې برید کې چې د افغان او نړیوالو سرتیرو پریوې ګزمه وشو د ایساف ۷ عسکر ټپیان شوي دي.
د دولسي جرګې غړي فریبا احمدي د خلاصون او نه خلاصون په باب لاهم ضد او نقیض معلومات ورکول کیږي.
دولسې جرګې غړې فریبا احمدي کاکړ په غزني کې د امنيتي قواوو دعملیاتوپه پایله کې د تښتونکو له منګولو څخه خلاصه شوې.
د کندهار د ملي امنیت ادرې د ۵ انتحاري برید کونکو په ګډون ۱۰ کسیزه وسلواله ډله نیولې چې غوښتل یې په دې ولایت کې غټ بریدونه وکړي.
په بولدک اوکندهارکې د ګمرکي ودانیوو ترجوړېدو وروسته پاکستان اعلان کړی په چمن او تورخم کې به دتجارتي مالونو دپاره تاسیسات جوړکړي.