ډیر شمیر ماشومان په کنړ، ننګرهار او کندز ولایت کې د ناامنیو او نورو ستونزو له کبله واکسین نشول.
د فرخندې دوسیه له یو کال وروسته بالاخره له دریو محکمو تیره شوه او ددې دوسیې مجرمین له یو کال څخه تر شلو کالو په بند محکوم شول.
د لوړو زده کړو وزیره فریده مومند وایي یوه ستونزه د تحصلي بورسونو د ویش او د هغې د آزموینې مسله ده.
د افغانستان د جمهور رئیس میرمن رولا غني په کابینه کې د څلور ښځینه وزیرانو کار بریالی گڼي.
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت چارواکي د سولې د خبرو او د دې پروسې د پرمختگونو په اړه ضد او نقیض څرگندونې کوي.