د افغانستان د ملي امنیت ریاست خبرداری ورکړی و چې ښایي طالبان هغه الوتکه وپرزوي چې د افغانستان سیاستوال په کې سپاره وو.
د امریکا د وچې په جنوب کې د زیکا ویروس د پراخیدو سره جوخت، مایکروسفالي پیښې - مغزي زیانونو سره یوځای ولادي نقصان - هم زیاتې شوي.
د افغانستان حکومت د ننگرهار په ولایت کې د څو کسانو د غوڅ شویو سرونو ښودل د قضا له دایرې بهر، خپلسری او قبیح عمل گڼلی دی.
ارگ د پاکستان د لوړپوړي جاسوس کوربه و خو افغان چارواکو له هغه سره د ولسمشر غني د خبرو جزیات پټ ساتلي دي.
افغان امنیتي مقامات وایي زیات بهرني جنگیالي په اردو او عربي ژبو خبرې کوي او د هیواد په ختیځ او جنوب کې اوسیږي.