TV Schedule
د مسکو د غونډې پایلې- د اتصال د یکشنبې خپرونه
د اتصال پدې خپرونه کې موږ د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ د ناستې په ښکاره او پټو اړخونو باندې له شنونکي غوث جانباز او زمان ستانکزي سره خبرې کوو او د افغانستان څخه بهیر د تازه مهاجر شویو افغانانو روحي وضیعت او پدې برخه کې د ارواح پوهانو پر هڅو د ډاکټر عبدالمطلب حامد سره مرکه شوې.
امریکا د افغانو مدني فعالانو د ازادېدو غوښتنه کړې ده - د اشنا د یکشنبې خبري ټولګه
د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خبري خپرونه کې د افغانو مدني فعالانو د ازادیو په اړوند د یوې امریکایۍ استازې رینا امیري د غوښتنې، په انقره کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مخ ته د ځانمرګی برید او په هند کې د افغانستان د سفارت د تړل کیدو په اړه مهم راپورونه لرو.
په نوی ډهلي کې د افغانستان سفارت د ورځنې چارو ځنډیدل؛ اقتصادي او سیاسي اغیزې به یې پر افغانستان او افغانانو څه وي؟ - سپینې خبرې
په نوی ډهلي کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې سر د نن ، یعنی د ٢٠٢٣ کال د اکتوبر د لومړۍ نېټې څخه د سفارت ورځنی چارې وځنډیدلې. په دغی اعلامیی کی ددی پریکړې علت د ډپلوماتیک ملاتړ او په افغانستان کی د مشروع حکومت نشتوالی ښودل شویدی. د دې اقدام او پریکړې اقتصادي او سیاسي اغیزې به پر افغانستان او افغانانو څه وي؟
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" په نامه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دغه مستندونه د جالبو تصویرونو په ښودلو او د جذابو روایتونو په وړاندې کولو سره تاسو ته د سیمو او پېښو په اړه د تحقیق زمینه برابروي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ، پښتو او دري فیسبوک او یوټیوب چاینلونو له لارې خپریږي. تاسو دا مستندونه د امریکا غږ په ویبسایټونو او ټولنیزو رسنیو کې هم کتلای او تعقیبولای شي.