TV Schedule
استاد مسعود په کاکتوس+ پروګرام کې د طالبانو اقتصادي پلانونو ستایلي
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پخوانی استاد سید مسعود د کاکتوس+ د لشکري سره په خپرونه کې د افغانستان له پخوانیو ولسمشرانو سره د خپل کاري تجربې په اړه غږیدلی دی . نوموړی چې ۴۲ کاله یې په کابل پوهنتون کې اقتصاد تدریس کړی، د قوش تپې پروژه او د طالبانو د اقتصادي پلانونو ستاینه کوي. استاد مسعود وايي چې د افغانستان په تاریخ کې سلطان علي کشتمند یو ښه اقتصاد پوه او سیاستوال و، خو د هغه په وینا اشرف غني ته نړیوالو تبلیغ کاوه. د کاکتوس + خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
له پاکستان او ایران څخه د راستنیدونکو ستونزو او اندیښنو ته د رسیدګی څرنګوالي - دېرش دقیقې اونیزه خپرونه
د دیرش دقیقې ددې اوونۍ په خپرونه کې د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د طالبانو د هڅو پر دوام او له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د راستانه شویو کډوالو د ستونزو او اندېښنو په اړه بحثونه، د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې وروستي صورت حال او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه شامل دي.
افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدو امکان - د حایل حایل اونیزه خپرونه
د افغانستان په اړه په دې وروستیو کې د سیمې په څو هېوادونو کې غونډې شوې او د یو ټولشموله حکومت په جوړېدو ټینګار شوی دی. د حایل په خپرونه کې، په افغانستان کې د یو سیاسي جوړ جاړي رامنځته کېدو د امکان په اړه د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي او د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز د رئیس داود مرادیان سره بحث شوی دی.
تر هغه چې طالبان د ښځو حقونه تامین نکړي آیا هغوی به په رسمیت وپيژندل شي؟ - سپینې خبرې
د بشري حقونو د څار سازمان یوې چارواکې ویلي چې طالبان د مشروعیت په لټه کې دي او افغان میرمنې د هغوې ددې هیلې د پوره کیدو پر وړاندې په یو ستر خنډ بدلې شوي دي. تر هغه چې طالبان د ښځو حقونه تامین نکړي آیا هغوی به په رسمیت وپيژندل شي؟