TV Schedule
فوزیه کوفي: طالبانو خلاف مبارزې ته دوام ورکوم - کاکتوس+ له لشکري سره
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وايي، د طالبانو پر ضد به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. د کاکتوس+ له لشکري سره په خپرونه کې، کوفي په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو او د طالبانو فشارونو ته په اشارې سره، له نړۍ وغوښتل چې د افغانستان وضعیت ته پام وکړي. نوموړې په افغانستان کې پر قومي تنوع د ټينګار پرمهال وويل چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او په وينا یې، "يوه ډله" پر ټول هېواد د واکمنۍ حق نه لري. دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د کډوالو پر سر د پاکستاني او طالب چارواکو ترمنځ ناندرۍ - دېرش دقیقې خپرونه
تر یوې میاشتې جګړې وروسته، په غزه کې د اسرائیل لخوا په عملیاتو کې موقتې وقفه راغلې ده. د دېرش دقیقو په خپرونه کې ددې موضوع سربېره، له پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو پر سر د پاکستاني او طالب چارواکو ترمنځ د ناندریو او د کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د سفر او لوبو په اړه بحثونه شوي دي.
د طالبانو په غوښتنه له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د ایستلو امکان - حایل
ایا ممکنه ده چې پاکستان د طالبانو د حکومت په غوښتنه افغان کډوال افغانستان ته په زور ستانه کړي وي؟ دا پوښتنه مو د دې اوونۍ د حایل په خپرونه کې د پاکستان د مشرانو جرګې له پخواني غړي افراسیاب خټک او د افغانستان د وکیلانو د ټولنې له مرستیال عبدالسبحان مصباح څخه کړې ده. حایل خپرونه هره جمعه د افغانستان په وخت د ماښام په ۷:۰۰ بجو د امریکا غږ له سپوږمکۍ او ډیجیټل چینلونو څخه خپریږي.
ایا چابهار افغان سوداګرو ته د کراچۍ د بندر بدیل کیدای شي؟ - سپینې خبرې
د طالبانو چارواکو ویلي چې افغان سوداګر سر له نن جمعې کولای شي د ایران د چابهار بندر څخه د صادراتو او وارداتو لپاره کار واخلي. ایا چابهار د افغان سوداګرو دپاره د پاکستان د کراچۍ بندر بدیل کیدای شي؟ د نن شپې د سپینې خبرې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.