TV Schedule
د جرمونو نړیوالې محکمې څخه د بخښنې نړیوالی سازمان غوښتنې او د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د لوی درستیز دریځ - د اتصال د یکشنبې خپرونه
د اتصال په دې خپرونه کې د جرمونو له نړیوالې محکمې نه د بخښنې نړیوال سازمان په غوښتنو او همداشان په پاکستان کې د کډوالو په اړه د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پر دریځ، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري او د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانګړي استازي ټام ویسټ پر څرګندونو جلا بحث کوو. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۷۵مه کالیزه - د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
د امریکاغږ اشنا د یکشنبې خپرونه کې به د بشري حقونو د نړيوالې اعلامیې د ۷۵کالیزې لمانځلو جزیات وړاندېئ شي. د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د هلو ځلو او په هرات ولایت کې د خیاطۍ د یو مرکز پرانستلو راپور وګورئ چې د تعلیم او تحصیل منع شویو نجونو پکې کار پېل کړی.
د بشري حقونو نړیواله ورځ او په افغانستان کې د بشري وضعیت کړکیچن حالت - سپینې خبرې
د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په ویاړ، یوناما دفتر خبر ورکړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکیچن دی. سره لدې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هیڅ یو هیواد لخوا په رسمیت ندی پيژندل شوی، آیا د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان د ټولو نړیوالو اصولو رعایت ته مکلف دی؟
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" په نامه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دغه مستندونه د جالبو تصویرونو په ښودلو او د جذابو روایتونو په وړاندې کولو سره تاسو ته د سیمو او پېښو په اړه د تحقیق زمینه برابروي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ، پښتو او دري فیسبوک او یوټیوب چاینلونو له لارې خپریږي. تاسو دا مستندونه د امریکا غږ په ویبسایټونو او ټولنیزو رسنیو کې هم کتلای او تعقیبولای شي.