TV Schedule
سرطان یو وژونکې ناروغي خو که پر وخت تشخیص شي د درملنې وړ ده - بوعلي سینا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې د سرطان ناروغۍ په اړه معلومات، د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د نشه یي توکو د زیانونو په هکله د پوهاوي د یو مرکز د فعالیت په اړه راپور، له زده کړو څخه د نجونو د بې برخې کولو او په روغتیايي سکټور باندې یې د اغیزې په اړه له ډاکټر نسرین اوریاخیل سره مرکه او د روغتیا له نړۍ څخه نور خبرونه او راپورنه شامل دي.
جمالزاده په کاکتوس+ کې: د طالبانو په خاطر مې د هنر سره مینه زیاته شوې
افغان سندرغاړې مژده جمالزاده وايي په افغانستان کې پر ښځو باندې د طالبانو بندیزونو هغه د خپل هنري فعالیتونو زیاتولو ته هڅولې ده. د کاکتوس+ په خپرونه کې هغې د کاناډا په سینما کې د خپل کار په اړه هم خبرې کړي دي. دا خپرونه هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ پر سپوږمکۍ او ټولنیزو شبکو کې خپریږي.
پاکستان کې د ټولټاکنو د رسمي پایلو ځنډېدل - د اشنا د شنبې خبري ټولګه
د امریکاغږ اشنا د شنبې په خپرونه کې پاکستان کې د ټولټاکنو د پایلو د ځنډېدلو، د ولسمشر بایډن د ذهني سلامتیا په اړه د اندېښنو او په کابل کې د والیبال سیالیو په اړه مهم راپورونه لرو.
د طالبانو لخوا د "بد حجابۍ" په تور د افغان میرمنو نیول - سپینې خبرې
د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې د طالبانو له خوا د بدحجابۍ په تور د افغان میرمنو او نجونو د نیولو لړۍ باید ودرول شي. د دوحې د ناستې په درشل کې به دا ډول وړاندیزونه د طالبانو په دریځ کې بدلون راوړي؟
په افغانستان کې د نجونو د جبري ودونو زیاتوالی: نن او وضعیت
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې اداره یا سیګار، د ملګرو ملتونو د بشری حقوقو د ملاتړو سازمانونو د معلوماتو له مخې ویلي، چې د اقتصادي فشارونو د زیاتیدو له امله په افغانستان کی د نجونو جبري ودونه زیات شوی دي. ولې او چاره څه ده؟ په نننۍ خپرونه کې پر همدې موضوع، د کلتوري او سیاسي چارو له کارپوه، توریالي ځاځي سره خبرې کوو.