TV Schedule
چکري په کاکتوس+ کې: طالبان او بهر میشتي افغان مشران پخلا کوم
د افغانستان د حج او اوقافو پخوانی وزیر صدیق چکري وايي د طالبانو او په بهر کې د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ د سولې په لټه کې دی. چکري چې په جمهوریت کې په اداري فساد له تورن کېدو او بریتانیې ته له تللو وروسته د طالبانو له بیاواکمن سره وطن ته ستون شوی، وايي سیاسي دښمنانو یې ورباندې تورونه لګولي.
بدخشان کې امنیتي وضعیت ته غبرګونونه - ۳۰ دقیقې
په بدخشان کې د کوکنارو د فصلونو د اړولو پر سر د ځايي اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ جنجال او په دغه ولایت کې د داعش یو خونړي برید ته غبرګونونه، د افغانستان په ګاونډیو او اروپايي هیوادونو کې د کډوالو وضعیت، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د دېرش دقیقو په اونیزه خپرونه کې وګورئ.
بدخشان کې ناکرارۍ او د بریتانیا میشتو افغانانو حال - نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د بدخشان په فیض اباد کې پر طالبانو د داعش له برید وروسته په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ډلو په تهدیداتو او په بریتانیا کې د میشتو افغان کډوالو په ستونزو بحث کوو. دغه خپرونه هره شپه د کابل په وخت د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ په ژوندۍ بڼه خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰