د اتصال په خپرونه کې د سیمې او نړۍ په کچه په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو د غوښتنې په اړه بحث شوی او د امو سیند په حوزه کې د نفتو د استخراج مسئله څېړل شوې ده.
د میلیونونو افغانانو ژوند ته د ګواښ په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری، په غزه کې وضعیت، د کرکټ نړیوال جام د لوبو حال، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
نریندرا مودي د هند د نوي ایتلافي حکومت د صدراعظم په توګه د وفادارۍ لوړه کړې. دا به افغانستان او سیمې ته د هند پر تګلاره څه اغېز ولري؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې پدې موضوع بحث کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰