TV Schedule
بو علی سینا
د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.
فوزیه کوفي: طالبانو خلاف مبارزې ته دوام ورکوم - کاکتوس+ له لشکري سره
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وايي، د طالبانو پر ضد به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. د کاکتوس+ له لشکري سره په خپرونه کې، کوفي په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو او د طالبانو فشارونو ته په اشارې سره، له نړۍ وغوښتل چې د افغانستان وضعیت ته پام وکړي. نوموړې په افغانستان کې پر قومي تنوع د ټينګار پرمهال وويل چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او په وينا یې، "يوه ډله" پر ټول هېواد د واکمنۍ حق نه لري.
د ګالپ رپوټ وایي، د آزادۍ په هکله د افغان نجونو او میرمنو رضایت تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی - د آشنا د شنبې خپرونه
د ګالپ یوه نوې سروې ښيي چې د افغانو ښځو ازادي محدوده شوې او کړاونه یې زیات شوې دي. د دې نظرپوښتنې په سلو کې یوازې ۱۱ ګډونوالو ښځو ګالپ څیړنیز مرکز ته ویلي دي چې له خپلې ازادۍ څخه راضي دي او په سلو کې یوازې ۱۷ میرمنو ویلي چې ورسره په درناوي چلند کېږي، خو تقریبا ټولو ګډونوالو ویلي چې کړاوونه یې دوام لري.
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.