په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د اشنا په خبري ټولګه کې، په افغانستان کې د روژې د میاشتې پیل، د روژې د رارسېدو په مناسبت د امریکا د ولسمشر او د ملګرو ملتونو د مشر په پیغامونو کې د غزې پر وضعیت د اندېښنې ښودل، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه شامل دي.
د امریکا ولسمشر د نړۍ مسلمانانو ته د روژی را رسیدو مبارکي ویلې. د بایډن حکومت له اسلامي نړۍ سره څنګه اړیکې پالي؟ د سپینې خبرې په نننۍ خپرونه کې په همدې مسئله بحث کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰