د اتصال په خپرونه کې په دې بحث کیږي چې په افغانستان کې د میلیونونو ډالرو مرستو سره سره، بشري وضعیت ولې خراب دی. په دې خپرونه کې د افغان میندو او ماشومانو د مړينې عواملو ته هم لنډه کتنه شوې.
افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو تازه اندېښنې، غزه کې د اوربند هڅې، امریکا کې د کډوالۍ موضوع، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د دوحې د دریمې غونډې په درشل کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني مشر ویلي چې د دوحې تړون د واشنګټن لویه تېروتنه وه. دا تړون ولې تېروتنه بلل کیږي او د دوحې له راروانې غونډې څه تمه کېږي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په همدې موضوع بحث شوی.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰