TV Schedule
محمد امین کریم د کاکتوس+ په خپرونه کې: طالبان باید د رسمیت پيژندلو لپاره د افغانستان له خلکو څخه خپل مشروعیت ترلاسه کړي
د اسلامي ګوند مرستیال محمد امین کریم د "کاکتوس+ با لشکری" ددې اوونۍ خپرونه کې ویلي، چې طالبان باید د رسمیت پيژندلو لپاره خپل مشروعیت د افغانستان د خلکو څخه ترلاسه کړي. ښاغلي کریم زیاته کړه، چې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستل د طالبانو له حکومت څخه د ملت یوه بشري او اسلامي غوښتنه ده. دا په زړه پورې خپرونه د مختار لشکري په کوربه توب تاسو هره جمعه او شنبه د افغانستان پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو د امریکاغږ د ټلویزیون، راډیو، سپوږمکۍ او ټولنیزو رسنیو له لارې لیدلای او اورېدلای شئ.
د حایل اونیزه خپرونه
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
ستاسې غږ
بشري حقونو د څار سازمان وايي چې طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خپل ځپوونکي اقدامات ګړندي او پراخ کړي دي. دغه سازمان د پنجشنبې د ورځې ناوخته په تیر ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ کې د بشري وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو غوښتنو ته په ډیر زور زیاتي سره ځواب ورکړی دی.