د اتصال په خپرونه کې د طالبانو او هند ترمنځ د اړیکو په پراختیا او د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ په وروستیو لوبو بحث شوی دی.
د امریکا د ملي امنیت شورا مقام ته د پوځ د یو پخواني افسر نومول، د اقلیم په اړه د ملګرو ملتونو غونډه، پر ورزش د طالبانو محدودیتونه، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
طالبانو ویلي د افغانستان خاوره د نورو پر ضد نه کارول کیږي او پاکستان دې خپلو ستونزو ته په کور دننه حل ولټوي. ایا د پاکستان ضد وسلهوال په افغانستان کې شته؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰