د ملګرو ملتونو سازمان په وروستیو غونډو کې د افغان ښځو د حقونو لپاره د وروستیو بحوثونو په اړه په دغه سازمان کې د افغانستان د پخوانۍ سفیرې عادلې راز سره ځانګړې مرکه شوې ده.
د اتصال په خپرونه کې، په بلوچستان کې د وسلوالو لخوا د اورګاډي برمته کولو په علتونو او تازه حال سربیره په افغانستان کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو په لوړیدو او حل لارو خبرې شوې دي .
په افغانستان کې د صحي خدماتو ستونزه، د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې، د پاکستان په بلوچستان کې ناامني، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې په افغانستان کې د ۳۲ روغتیايي کلینیکونو له ډلې د اتلسو کلینکونو د تړل کیدو خبر ورکړی. د نن او وضعیت په خپرونه کې ددې کار د لاملونو او اغیزو په اړه له کارپوهانو سره خبرې شوي دي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰