TV Schedule
افریدی: پاکستان څخه مو غوښتي افغان کډوال ونه شړي - ځانګړې مرکه
په پېښور کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ویاند قیصر افریدي د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د پاکستان د حکومت څخه یې غوښتي چې افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې و نه باسي، ځکه په افغانستان کې وضعیت ناڅرګند دی. ښاغلی افریدی وايي، د پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دی، څو د (پي او ار) کارت لرونکو کډوالو لپاره په پاکستان کې د پاتې کیدو موده وغځوي.
د ملګرو ملتونو غونډه کې د طالبانو په ګډون ټینګار - اشنا
د قطر پایتخت دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راتلونکې غونډه کې د ګډون په هدف د طالبانو د ګډون لپاره هڅې، د فلسطینیانو سره د امریکا د نورو بشري مرستو اعلان، د پاکستان څخه د شړل شوي یو افغان کډوال کیسه، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د دوحې په غونډه کې د طالبانو ګډون - نن او وضعیت
د ملګرو ملتونو یو چارواکي په افغانستان کې له طالبانو غوښتي دي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو لخوا جوړېدونکې غونډې کې برخه واخلي. نوموړي دا غونډه افغانستان ته د پام اړولو ښه فرصت بللی. د نن او وضعیت په خپرونه کې پر دغې او د افغانستان او نړۍ پر نورو روانو مسئلو بحثونه او راپورونه خپریږي.