د اتصال په خپرونه کې د طالبانو په بند کې د امریکایي بندیانو د برخلیک او په المپیک کې د افغان مېرمنو د غږ پورته کولو په اړه بحثونه شوي دي.
په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د زیاتوالي په اړه اندېښنې، په امریکا کې د ولسمشرۍ د ټاکنیزو مبارزو وضعیت، په بریتانیا کې د یو افغان کډوال د ژوند کیسه، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
په افغانستان کې د بشري حقونو د څارنې یو بنسټ ویلي د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري حقونو څخه سرغړونې او توپیري کړنې زیاتې شوي. افغانستان کې د بشري حقوقو څخه د سرغړونو مخه څنګه نیول کیدی شي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې پدې موضوع بحث کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰