د لاس رسي وړ اتصالات

TV Schedule

۱۸:۳۰ - ۱۸:۵۹

محمد امین کریم د کاکتوس+ په خپرونه کې: طالبان باید د رسمیت پيژندلو لپاره د افغانستان له خلکو څخه خپل مشروعیت ترلاسه کړي

د اسلامي ګوند مرستیال محمد امین کریم د "کاکتوس+ با لشکری" ددې اوونۍ خپرونه کې ویلي، چې طالبان باید د رسمیت پيژندلو لپاره خپل مشروعیت د افغانستان د خلکو څخه ترلاسه کړي. ښاغلي کریم زیاته کړه، چې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستل د طالبانو له حکومت څخه د ملت یوه بشري او اسلامي غوښتنه ده. دا په زړه پورې خپرونه د مختار لشکري په کوربه توب تاسو هره جمعه او شنبه د افغانستان پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو د امریکاغږ د ټلویزیون، راډیو، سپوږمکۍ او ټولنیزو رسنیو له لارې لیدلای او اورېدلای شئ.

XS
SM
MD
LG