TV Schedule
د پاکستان او طالبانو د اړیکو ترینګلتیا؛ اصلي لامل یې څه دی؟ - اتصال
د اتصال په خپرونه کې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني پر څرګندونو بحث کیږي چې وايي د ټي ټي پي بې وسلې کول او مهارول د افغانو طالبانو مسئولیت دی. په دې خپرونه کې له پاکستان څخه د ایستل شویو افغانو کورنیو او ماشومانو وضعیت هم ارزول کیږي.
افغانستان ته د ستنېدونکو نجونو د زدهکړو په اړه اندېښنې - اشنا د دوشنبې خپرونه
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه نړیوالې اندېښنې، په غزې کې پر پوځي عملیاتو د اسرائیل د صدارعظم ټینګار او د عربي هیوادونو د شورا غوښتنې، د کرکټ نړیوال جام کې د افغانې لوبډلې د سفر پای، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې وګورئ.
پاکستان د افغان کډوالو د چټک شړلو دپاره نوې لارې پرانیستي - سپینې خبرې
پاکستان وايي د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د چټک کولو لپاره یې درې نورې سرحدي لارې پرانیستلي دي. ایا دا کار به د کډوالو د بشري حقونو نه سرغړونې او نور شکایتونه حل کړي؟ د نن شپې د سپینې خبرې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
انجلینا جولي: له پاکستان څخه د کډوالو شړل د بشري حقونو شاتګ دی - ستاسې غږ
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ پخوانۍ سفیره او فلمي ستورې انجلینا جولي له پاکستان څخه د افغان مهاجرو ایستل، د بشري حقونو نه شاتګ بللی دی. ستاسې غږ خپرونه کې د پاکستان برسېره د ایران او ترکیې نه د افغان کډوالو په ایستلو خبرې کوو. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰