د فبرورۍ دیارلسمه په نړۍ کې د راډیو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. واک ته د طالبانو د بیا رسېدو راهیسې په افغانستان کې د لسګونه راډیوګانو خپرونې ځنډیدلې دي. د اتصال په دې خپرونه کې واشنګټن ډي سي ته د هند د صدراعظم نریندرا مودي پر سفر هم بحث کتلای شئ.
په کابل کې ځانمرګی برید، د امریکا او روسیې د مشرانو خبرې، د راډیو نړیواله ورځ او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د فبرورۍ ۱۳ په نړۍ کې د راډیو د ورځې په توګه نمانځل کیږي. راډیويي خپرونې په افغانستان کې څومره اهمیت لري؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.
د نن او وضعیت په خپرونه کې په سیمه کې د داعش او نورو اورپکو ډلو د فعالیت په تړاو د کابل او اسلام اباد ترمنځ په اختلافاتو بحث شوی دی.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰