د اتصال په خپرونه کې په افغانستان کې د بودیجې د نشتوالي له کبله د کلینیکونو په تړل کېدو او د سیمې د امنیت په اړه د چین او پاکستان په خبرو بحث شوی دی.
د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې هلې ځلې، پاکستان کې د سلګونو یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره په عملیاتو کې مرګ ژوبله، د افغانو نجونو د کار روزګار هڅې، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د جي۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن د اوکراین په اړه خبرې کوي. ایا روانې هڅې به د کیف او مسکو د جګړې د ختمیدو سبب شي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په مسافر وړونکي ریل ګاډي برید له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري او د دغې ډلې په وینا په دې قضیه کې د پاکستاني مقاماتو ادعاوې "بې اساسه" دي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰