TV Schedule
ناروغ ته د درملنې او مرض په هکله د پوهاوی اړتیا - بوعلي سينا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې؛ په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د اختر په ورځو کې د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د خدماتو، د درملنې په لارو چارو د ناروغ پوهول او د محرمیت په اړه بحث، د ملاریا د مقاوم ډولونو او د هغې د درملنې د لارو چارو په اړه د معلوماتو په ګډون د روغتیا نړۍ څخه خبرونه او راپورونه کتلای او اوریدلای شئ.
کاکتوس+: افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستو برخلیک د صدیق عثماني په ژبه
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د بودیجې د کمیسیون یو غړي په کاکتوس+ خپرونه کې د جمهوریت په دوره کې د میلیاردونو ډالرو مرستو د برخلیک کیسه کړې ده. صدیق احمد عثماني پر ځان او خپلې کورنۍ باندې د پراخو مالي درغلیو د تورونو سپیناوی هم کړی دی.
حکومت او خیریه موسسې د نابینایانو سره څه ډول مرستې کولی شي؟ - نن او وضعیت
په افغانستان کې نابینایان تر نورو خلکو ډیرې ستونزې لري. د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د نابینایانو د ټولنې له رئیس احسان صمېم او دوه نابینا نجونو سره پدې اړه چې حکومت یا نورې خیریه موسسې د نابینایانو سره څه ډول مرستې کولی شي، بحث کوو.