TV Schedule
بو علي سینا: د بدن جوړونې او وزن پورته کولو له امله روغتیایی ستونزې
د طالبانو له خوا د اخلاقي جرمونو په تور د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د ځورونې زیاتوالی، د غیر مسلکي وزن پورته کولو او د بدن جوړونې نه جبرذان کیدونکې روغتیايي ستونزې، د زړه د سکتې لاملونه او مخنیوی، په افغانستان کې د کولرا د پېښو زیاتوالی، په ناپاکو اوبو کې د لامبو وهلو له امله د پولیو په ګډون د مختلفو ناروغیو سرایت، د نري رنځ سریع ازموینه او د مخدره توکو د پلور او قاچاق د زیاتوالي په اړه اندیښنه او په ټولنه باندې د هغې روغتیایي اغیزې د دې اونۍ د بو علی سینا په پروګرام کې شامل دي.
صدیقي په کاکتوس+ کې: د افغانستان د تیر حکومت ټول چارواکي غله او فاسد نه وو
د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال محمد اصف صدیقي وايي د تیر حکومت ټول اداري مسئولین غله او فاسد نه وو. صدیقي د کاکتوس+ خپرونې سره په مرکه کې، پخواني ولسمشر ته نږدې کسان په معاملهګریو او د حکومتي څوکیو په پیرلو او پلورلو تورن کړي دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.