TV Schedule
د هرات زلزلې اکثر قربانیان، په سر، لاسونو، پښو او ګوتو ټپیان شوي- بو علی سینا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې؛ د هرات زلزله ځپلو د روغتیايي وضعیت، سرپناه او بشري مرستو څېړنه، د رواني ناروغیو لاملونه، د ملا درد او د مخنیوي او درملنې لارې چارې یې، د دماغي تومورونو د تشخیص او درملنې څرنګوالی او د پارکینسن ناروغۍ د ودې څخه د مخنیوي په ګډون د روغتیا له نړۍ څخه خبرونه او راپورونه شامل دي.
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
له غزې څخه د یو میلیون فلسطینیانو د تخلیې په اړه نړیوال غبرګونونه: سپینې خبرې
ملګرو ملتونو او ګڼ شمیر هېوادونو د اسرائیل د هغه ضرب الاجل په وړاندې چې د غزې په تړانګه کې یې د څه باندې یو میلیون ملکیانو څخه غوښتي چې په ۲۴ ساعتونو کې د غزې د شمال څخه جنوب ته ولاړ شي، غبرګون ښودلی او هغه یې غندلی دی. نن د سپینې خبرې په پروګرام کې د کارپوهانو سره په دې بحث کوو چې د فلسطینانو او اسرائیل ترمنځ د جګړو اصلي ریښه او د حل لارې څه دي؟
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.